https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د هندوستان بهرنۍ تګلارې يا پاليسي ماهر او وتلى ليکوال ويدپرتاپ ويدک ليکي چې د افغانستان په اړه هندوستان چېرې ونه ښويږي!
Copy link Copied
ډاکټر وديک ليکي چې ١٩٨١ جنوري کې ده له ببرک کارمل سره درې اوږدې کتنې درلودې، ببرک کارمل ورته وويل تاسې اغلې اندرا هندوستانى مشرې ته وواياست چې د روسانو له وتلو وروسته د هندوستان پوځونه افغانستان ته راواستوي ترڅو د ببرک تپلشوى حکومت وساتي، خو دى وايي چې کارمل ته مو وويل چې داسې تېروتنه هندوستان کله هم نشي کولاى، د اوسنى حکومت ځينې چارواکي هم ببرک ته ورته نخري او انګيرنې کوي!

دا ځيني ځيلي/متعصب افغانان چې واک ته رسيدل او په واک کې پاته کيدو لپاره د علم، پوهې او ولسواکۍ پر بنسټ، ډيرى ملګري کولو له لارې مبارزې او عدالت منلو ته يې ملا ماته ده. اوس هم د ببرک کارمل په توګه غواړي چې لومړى خو د امريکايان نه ځي او که ځي نو دوى هندو، چينايي او روسي غلامي ته هم تيار دي چي په واک کې پاته شي خو خپلو افغانانو سره شريک د عدالت او ورورولى پربنسټ خپل حق منلو او د نورو حق ورکولو ته تيار نه دي؟

حل دادى چې موږ افغانان يو بل ته احترام وکړو خپل حق څخه ډېر و نه وغواړو او نه يې ورکړو.

همدارنګه هندوستانى ليکوال ملګرى چې له کلونو سره پېژنو او بيا بيا مې ورته ويلي چې دغه ٢٠ کاله امريکا د افغانانو په اوږه ټوپک ايښي، هندوستان او چين يې پرې ويشتل. خو عجيبه داده چې هندوستان د امريکا ډول ته نڅېده او لا ګډېږي. هندوستان ته پکار ده چې په افغانستان کې د ولسواکۍ پربنسټ د ډيري رايو ته احترام ولري نو د ببرک کارمل په ډول غوښتنو ته به نوبت نه راځي. خو د خواشينۍ خبره داده چې د افغانستان په اړه د هندوستان بهرنى تګلارې تر اوسه د دواوړ هېواد په ګټه ځکه نه ده چې د ببرک کارمل په ډول افغانانو او د جګړې د يو لوري څخه ملاتړ کوي چې دا نه د افغانستان، نه د هندوستان او نه د سيمې په ګټه ده.

خو د لومړي ځل لپاره دغه ليکوال چې د هندوستان په بهرنۍ تګلاره اغيز لري ليکنه کې دا بدلون په نيک پال نيسو چې هندوستان بهرنيو چارو ته سپارښتنه کوي چې بايد افغانستان کې د امريکاينانو د ناوړتياو ښکار نه شي او په ګډون د طالبانو ټولو لوريو سره ښې اړيکې ولري. د هغې ورځې په هيله چې هندوستان بيدار شي او افغانستان کې د ډيري غوښتنو سره خپله بهرنۍ تګلاره برابره کړي دا به په افغانستان او سيمه کې سولې او امن سره مرسته وکړي چې اوس په همدې لور روانه برېښي.

همدارنګه افغانانو، چين او روس ته هم ورته دريځ خپلول دي که امن غواړي، که نه په نوي جګړه کې به د افغانستان خاموش ډيرى بريالى او جګړو کې د ګټو لټوونکو مختور به تورېږي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال