https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Hindustan never supported people of Afghanistan but helped imposed regimes to harm more Afghans
تړونى کاپي کاپي شو
In STAN mindset region, where education are for education and politics for emotional and personal gains! Several times big #India or Hindustan in terms of double & triple PhD is bound to buy 5 Russian missiles for $5.43 billion! If they give $1 billion to a dozen of Indians they will deliver better and faster missile than Russia.

The politics of the STAN mindset region (Afghanistan-Hindustan and others with the STAN suffix) need overhauling, they are suffering from low self-esteem and have dependency syndrome. I have cure for that, if I win the political ground in Afghanistan, we will have a peaceful and progressive region that will contribute to global peace and security.

The dilemma with Hindustan is that it lack leadership in the sense of a regional power. During the four decades bad time it never supported people of Afghanistan but helped imposed regimes to harm more Afghans. First they supported a puppet regime of USSR and now one of the US, if Hindustan was friend of Afghan people it would remain neutral or against both invasions.

Noor Rahman Liwal
افغانستان د ډيريکي پربنسټ ولسواکۍ ته اړتيا لري نه پرديو پوځونه
تړونى کاپي کاپي شو
ځينې هندوستاني سياستوال دا غوښتنه لري چې د سولې لپاره د جوبايډن حکومت يوځل بيا د ملګروملتو ٥لکه پوځونه افغانستان ته ولېږي، خو دغه هندوان هېروي چې افغانان مسلمانان دي نه هندوان او هر ډول بهرنى پوځ شړل به خپل ايماني او اخلاقي دنده ګني، افغانستان د ډيريکي پربنسټ ولسواکۍ ته اړتيا لري نه پرديو پوځونه.

په هندوستان کې د افغانستان په اړه د هندوستانيانو ناوړه دريځ او دننه د جنګسالارانو ملاتړ به پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د هندوستان او کشمير په اړه د ښاغلي حکمتيار دريځ ته تړي او هغه پياوړى کوي. ترهغو چې د هندوستان دومخيز سياست کې بدلون را نشي سيمه کې سوله نه راځي او ټول به بايلونکي وي.

نور رحمان لېوال
د هندوستان بهرنۍ تګلارې يا پاليسي ماهر او وتلى ليکوال ويدپرتاپ ويدک ليکي چې د افغانستان په اړه هندوستان چېرې ونه ښويږي!
تړونى کاپي کاپي شو
ډاکټر وديک ليکي چې ١٩٨١ جنوري کې ده له ببرک کارمل سره درې اوږدې کتنې درلودې، ببرک کارمل ورته وويل تاسې اغلې اندرا هندوستانى مشرې ته وواياست چې د روسانو له وتلو وروسته د هندوستان پوځونه افغانستان ته راواستوي ترڅو د ببرک تپلشوى حکومت وساتي، خو دى وايي چې کارمل ته مو وويل چې داسې تېروتنه هندوستان کله هم نشي کولاى، د اوسنى حکومت ځينې چارواکي هم ببرک ته ورته نخري او انګيرنې کوي!

دا ځيني ځيلي/متعصب افغانان چې واک ته رسيدل او په واک کې پاته کيدو لپاره د علم، پوهې او ولسواکۍ پر بنسټ، ډيرى ملګري کولو له لارې مبارزې او عدالت منلو ته يې ملا ماته ده. اوس هم د ببرک کارمل په توګه غواړي چې لومړى خو د امريکايان نه ځي او که ځي نو دوى هندو، چينايي او روسي غلامي ته هم تيار دي چي په واک کې پاته شي خو خپلو افغانانو سره شريک د عدالت او ورورولى پربنسټ خپل حق منلو او د نورو حق ورکولو ته تيار نه دي؟

حل دادى چې موږ افغانان يو بل ته احترام وکړو خپل حق څخه ډېر و نه وغواړو او نه يې ورکړو.

همدارنګه هندوستانى ليکوال ملګرى چې له کلونو سره پېژنو او بيا بيا مې ورته ويلي چې دغه ٢٠ کاله امريکا د افغانانو په اوږه ټوپک ايښي، هندوستان او چين يې پرې ويشتل. خو عجيبه داده چې هندوستان د امريکا ډول ته نڅېده او لا ګډېږي. هندوستان ته پکار ده چې په افغانستان کې د ولسواکۍ پربنسټ د ډيري رايو ته احترام ولري نو د ببرک کارمل په ډول غوښتنو ته به نوبت نه راځي. خو د خواشينۍ خبره داده چې د افغانستان په اړه د هندوستان بهرنى تګلارې تر اوسه د دواوړ هېواد په ګټه ځکه نه ده چې د ببرک کارمل په ډول افغانانو او د جګړې د يو لوري څخه ملاتړ کوي چې دا نه د افغانستان، نه د هندوستان او نه د سيمې په ګټه ده.

خو د لومړي ځل لپاره دغه ليکوال چې د هندوستان په بهرنۍ تګلاره اغيز لري ليکنه کې دا بدلون په نيک پال نيسو چې هندوستان بهرنيو چارو ته سپارښتنه کوي چې بايد افغانستان کې د امريکاينانو د ناوړتياو ښکار نه شي او په ګډون د طالبانو ټولو لوريو سره ښې اړيکې ولري. د هغې ورځې په هيله چې هندوستان بيدار شي او افغانستان کې د ډيري غوښتنو سره خپله بهرنۍ تګلاره برابره کړي دا به په افغانستان او سيمه کې سولې او امن سره مرسته وکړي چې اوس په همدې لور روانه برېښي.

همدارنګه افغانانو، چين او روس ته هم ورته دريځ خپلول دي که امن غواړي، که نه په نوي جګړه کې به د افغانستان خاموش ډيرى بريالى او جګړو کې د ګټو لټوونکو مختور به تورېږي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
هندوستان ته اړتيا نشته چې د خوارو هندوستانيو شتمنۍ افغان جنګسالارانو ته ورکړي، د ولسواکۍ لپاره افغانستان کې يوازې اخلاقي ملاتړ ته اړتيا ده.
تړونى کاپي کاپي شو
2020-09-01 لمريز 1399-06-10
Supporting #racial #militias in #Afghanistan is not in interest of #India. I hope India in Afghanistan (Embassy of India, Kabul) will inform policy makers to refrain from fueling #ethnic tensions. Only moral support for democracy is needed without spending resources of poor #Indians on Afghan #warlords.
#nrliwal
The China, Russia and India meeting in New Delhi on Thursday is a good step for close neighbors of Afghanistan, to play a constructive role in the stabilization of Afghanistan.
تړونى کاپي کاپي شو

The China, Russia and India meeting in New Delhi on Thursday is a good step for close neighbors of Afghanistan, to play a constructive role in the stabilization of Afghanistan.

A constructive role of this process will be if the three sides support and sponsor direct negotiation through the Shanghai Cooperation Organization (SCO) between Kabul Government and the armed opposition groups of Taliban, Hekmatyar and Haqani's based in Pakistan. It is critically important that Pakistan and Iran are excluded from these negotiations in order to bring regional stability.

Dear Mr. Arvind Kejriwal; I feel proud of your resignation; you are a pioneer for the progress in Asia, your honorable action will open doors for progress and humanity in Asia, which has been shut by corruption and poverty caused by corruption.
تړونى کاپي کاپي شو
Dear Mr. Arvind Kejriwal;
I feel proud of your resignation; you are a pioneer for the progress in Asia, your honorable action will open doors for progress and humanity in Asia, which has been shut by corruption and poverty caused by corruption.
You were lucky, my slogan was eradication of corruption and poverty in Afghanistan; they took me off the list to run as presidential candidate. But I am proud that you resigned from a post that was won, we need more leaders like you in Asia to make it peaceful.
All my prayers are with you; wish you the best of luck.
Noor Rahman Liwal
2014 Delisted as Presidential Candidate Due to corruption in Afghanistan.
د هند مالیې وزارت اعلان کړی چې په تیرو شپږو کلونو کې یې ۹۱۴ تنو افغانانو ته تابعیت ورکړی دی.
تړونى کاپي کاپي شو
د هندي چارواکو په وینا د افغانانو ترڅنګ، ۲۸۳۸ تنو پاکستانیانو او ۱۷۲ تنو بنګله دیشیانو هم دغه موده کې د هند تابعیت ترلاسه کړی دی.د هند د مالیې وزیرې، نارمیلا سیترامن ویلي نوې ډیلي له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۹۱ تنو افغان مسلمانو ته د استوګنې دایمي تابعیتونه ورکړي دي.دا په داسې حال کې دي چې څه موده وړاندې د تابعیت په ورکړه کې د مسلمانانو د استثنا کولو په اعتراض کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې. د هند له لوري د نوي تصویب شوي قانون پر اساس د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش غیر مسلمانو وګړو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.يو ټيوي خبر.
هند د دوستۍ رښتيني کولو په درشل کې
تړونى کاپي کاپي شو

هند د دوستۍ رښتيني کولو په درشل کې

دوه سرى حکومت، مشاورين او د بهرنيو چارو وزارت يې که په ډيپلوماسۍ، د ملت په عزت او درناوي پوهېداى نو بهرنيو ته د غوړمالۍ پرځاى به يې دوه اړخيزو ګټو او درناويو ته د احترام پربنسټ کار کولاى، پر هندوستان کومه نيوکه چې ما د افغانانو مجبورۍ ته په کتو وکړه هغه دوى په ډيپلوماسۍ کولاى، نو خپل مسوليت به يې پرځاى کاوه. خو دوى په پساد، خپلوۍ او انډيوالپالنې سفارتونو سره خپلې چارې پرمخ بايي او ملت په نورو سپکوي، زه وياړم چې خپلې ګټې د ولس له ګټو قرباني کوم، کنه د نيوکو او وړانديزونو پرځاى موږ هم انډيوالۍ کولاى شو.

د هندوستان له حکومته مننه کوو چې زموږ له نيوکو وروسته يې افغانانو ته د ويزو په ورکړه کې د ډېرو اسانتياو راوستلو خبرتيا نن خپره کړې. په دې هيله چې د دوستۍ لا پياوړي کولو لپاره ٢٥٪ ستونزې چې خلکو د دوى د خبرتيا لاندې يادې کړي هم هوارې کړي، تر ټولو ستره ستونزه هندوستان کې له پوليسو سره د راجسټرکېدو ده، هيله ده دې او نورو ستونزو هوارولو ته هم پاملرنه وکړي.

هندوستان حکومت ته زموږ وړانديزونه:

د مودي په مشرۍ د هندوستان فکري او اقتصادي ازادي مبارکه
تړونى کاپي کاپي شو
د مودي په مشرۍ د هندوستان فکري او اقتصادي ازادي مبارکه
که څه هم هندوستان له لويديځ استعمار څخه ١٩٤٧ کال کې سياسي خپلواکي ترلاسه کړه خو د ښاغلي نارندر مودي په مشر ټاکلو سره نن زه ورته د فکري او اقتصادي ازادۍ ګټولو مبارکي وايم.
ښاغلى مودي يو ملتپال چې د يوې خوارکښ هندوستاني مور او پلار څخه زېږيدلى، ژوند، زدهکړې او د وړې کچې کاروبار يې په هندوستان کې کړى، دغه ارزښتونه به لده سره مرسته وکړي چې د ډېرى هندوستانيانو ژوند ښه کولو لپاره غوره تګلارې جوړې کړي، تر ده وړاندې هندوستاني مشران په يونه يو ډول د لويديځ څخه اغيزمن يا متاثره او په شتمنو کړيو پورې تړلي وو، ځکه زه د مودي واک ته رسيدل د هندوستان فکري او اقتصادي ازادي بولم.
خو له ښاغلي څخه هيله کوم چې هندوستان مېشتو مسلمانانو د ستونزو هواري ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
اغلې Sushma Swaraj د افغانستان پتمن ولس له اره ولسواک دى او خپلې خپلواکۍ سره بېشانه مينه لري،
تړونى کاپي کاپي شو

اغلې سوشما سوارج د افغانستان پتمن ولس له اره ولسواک دى او خپلې خپلواکۍ سره بېشانه مينه لري، زموږ د ولس غوڅ ډېرى يا اکثريت د اورپکو، ترهګرۍ او جنګسالارانو پر بډ يا خلاف دى او پخپله خاوره د هر ډول پرديو فوځيانو شتون نه شي زغملاى. دلته جګړې تل د پرديو له راتګ سره پيل شوي.

تاسې د سيمې د يو ستر ولسواک هېواد او د افغانستان دوست په ډول د افغانستان په هکله بايد په خپله تګلاره يا پاليسي بيا غور وکړئ. په کومه تګلاره چې تاسې روان ياست هغه د هند او افغانستان په ګته نه دى.


د نړۍ هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې سره یو لاس شي.
تړونى کاپي کاپي شو
تړاو
د نړۍ هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې سره یو لاس شي. ښه طالبان بد طالبان ښه ترهګر بد ترهګر نور د منلو نه دي. هر څوک باید اوس دا پرېکړه وکړي چې آیا له ترهګرو سره دی او یا دا چې له بشريت سره دى.

د مودي ددې خبرې ترشا هغه راز پروت دى چې نړۍ نوره د لويديځ د ترهګرۍ د دومخۍ څخه ستړې شوې، دا چې هندو تنګ شو پوشه چې نور ډېر تنګ شوي.


Demonetization Initiative of India seems an emotional wealth loosing process
تړونى کاپي کاپي شو
Demonetization Initiative of India seems an emotional wealth loosing process and a typical third world doctrine. I was very optimistic that Mr.Modi will deal with the non-productivity in India and be a bond between the underprivileged and the treasures, with this move I am disappointed that he is burring the bridges.

A third world doctrine is "fight first, then negotiate"..

The reason of my optimism was explained in the following post.

https://www.facebook.com/n.r.liwal/photos/a.397255503717515.1073741828.378043225638743/516902881752776/?type=3
د هند دروغجنه دوستي
تړونى کاپي کاپي شو

هند چې له افغانستان سره د دوستۍ ټټر کله هم وهلى پايلې يې د افغانانو او هندوستانيانو په ګټه نه وې، ځکه دوى د عدالت پرځاى دلته د ځبرځواک ملګرتيا کوي، د شوروي اتحاد د يرغل پر وخت دوى د هغو ملاتړ کاوه او پايلې يې دېرش کلنه جګړه شوه. اوس د متحده ايالاتو د يرغل ملګرتيا کوي او په افغانستان کې د هغوى ناوړه ملګرو سره ژوره همکاري لري چې پايلې يې د افغانستان، هندوستان او سيمې لپاره ترهغه کړکېچنې دي.

د دوى دوستي هم داسې ده چې مه يې ترې غواړه او مه يې ورسره کوه، وامې ورېدل "هند ادعا کوي چې پاکستاني ترهګر په افغان پاسپورټونو د هند خاورې ته ننوځي"، هسې د خندا خبره خو داده چې هند او پاکستان ٣٣٢٣ کيلوميټره شريکه پوله لري، د خلکو ژبې، رنګ، کلتور او ډېرې ناولتياوې يې سره ورته دي، چې هغه له افغانانو سره هيڅ اړخ نه لګوي، نو پاکستانيان څه اړتيا لري چې افغان

پاسپورټ وکاروي؟ وايي چې دروند به دې دروند سپک به دې سپک کړي، خو دوى په دغو پلمو غواړي هغه يو نيم افغان چې د اړتيا پر بنسټ هند ته سفر کول غواړي له ستونزو سره لاس او ګريوان کړي او په ويزې ترې رشوت واخلي. ماته دا د هند په سفارت کې د رشوت لپاره ډنډوره ښکاري، هندي چارواکي بايد د سفارت عمله بدله کړي ځکه دوى په دوستي او دښمني نه پوهېږي.

يو کس راته ويل چې د هند سفارت په کابل کې ټليفون او برېښناليک ته هيڅ ځواب نه وايي. له سفير څخه چا پوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې سل نامتو کاروباري کمپنۍ پېژني، هغه ورته د جنګسالارنو نومونه اخيستي و.

نژدې وخت کې يو کس ډېر مهم سوداګريز کانفرانس ته سفر درلود، دوى ورڅخه ډېر رسمي اسناد او ٦٠ ورځې د چاڼولو وخت وغوښتو چې له هندوستانه به راځي. بل يو ناروغ چې ډېر ځلې هندوستان ته د درملنې لپاره تللى و او يو خپلوان يې په سفارت کې دنده ترسره کوله ورڅخه په رډه رشوت غوښت چې ويزه ورکړي کنه د وېزې تورليسټ ته يې اچوي. د هند دوستي که موږ سره د بلچا په دښمنۍ ولاړه وي نو دا دروغجنه دوستي ده، خوار شئ په دې دوستي.

يادونه: روږدو مريانو ته چې د خپلواکۍ لارې ښيې دوى يې د څان او بادار توهين ګڼي. د هندوستان، ناټو او لوېديځ ناولتياوې بربنډول د ناولي پاکستان او د هغه د غلامانو ملګرتيا نده.

نوميالى احمد شاه بابا او د پانيپت پلم (فلم)
تړونى کاپي کاپي شو
د پانيپت پلم نندارې ته له راوتلو وړاندې ډېرى هېوادوالو بابا ته د نه درناوي اندېښنې درلودې، نو ځکه مې هڅه وکړه بېګا يې لومړۍ سينمايي نندارې ته ورشم. غوره پېښه دا وه چې خوا کې ناست مرهټى نندارچي مو تاريخپوه او د مرهټيانو د هغه وخت د هندوايزم د کاسټ پر بنسټ د پوځي مشرانو کورنۍ پورې تړاو درلود چې ځانګړې غوږوالۍ يې لا اوس هم په غوږ وه، د نندارې له پيل څخه وړاندې يې راته وويل:

د پانيپت جګرې ته هغه وخت لاره هواره شوه چې کله په ١٧٥٨م کال کې مرهټيانو اټک او پېښور باندې بريد وکړ او د اټک او پېښور کلاوې يې ونيولې، نو مې ورته وويل چې د جګړې پيل مرهټيانو کړى، مرهټيانو د پښتنو په خاوره اټک او پېښور کې څه کول؟ سړى بې ځوابه شو، نو مې ورغبرګه کړه چې له دې څرګنده شوه چې بابا کله هم پر هندوستان يرغل ندى کړى او د خپلې سيمې ساتلو او په هندوستان کې يې د خپلو ملګرو مرسته کړې چې نن هم هېوادونه يو بل سره ورته مرستې کوي.

هغه وخت کې چې مرهټيانو اټک او پېښور ونيول او هندي روهيلا پښتانه يې وګواښل هغوى بابا څخه مرسته وغوښته نو بابا مجبور شو چې له مرهټيانو خپله خاوره، ولس او ملګري وژغوري . په پښتونخوا کې پښتانه خيلونه او هندوستان کې روهيلا پښتانه د مغولو ترګواښونو لاندې وو او مغولو ډېر تنګ کړي وو، لکه نن چې له پاکستانيانو تنګ دي، بابا پرته له جګړې پېښور او شاوخوا سيمو پښتانه د خپلې امپراتورۍ په مرسته له مغولو وژغورل.

د پلم ننداره پيل شوه، د مرهټيانو ژوند او ځواک ډېر رنګين، برابر، له مينې او خونده ډک ښودل کېده، خو افغان لورى تت، له کورنيو ستونزو ډک، شخړيز او نرځواکي لاندې ښودل کېده، د پلم په خبرو کې څرګنده شوه چې له نندارې وړاندې ما مرهټه نندارچي ته ويلي وو، بابا له مرهټيانو سره سولې او جوړجاړي ته تيار وو خو د مرهټيانو د پوځ مشر زلمکي شازادګي چې سياسي تجربه يې نه لرله او پوځي مشر يې هم بې تجربې وو نو او له احساساتو يې کار اخيست ځکه يې د بابا د سولې وړانديزونه رد کړل او جګړې ته اړ شول.

داسې انګېرل کېږي او ځينې هندوپلوه تاريخپوهانو د بابا د مرستو هڅو ته د يرغل په سترګه ګوري، خو بابا مجبور وو چې نور د افغانانو شتون ته خنډ کېدل نو ځکه يې له وړاندې د هغوى مخنيوى کاوه. هندوستان مېشتي هندوان د يوه ستر ناسمپوهاوي ښکار دي چې د ګوتاما بودايي دين سيمه دوى د خپل سياست او واک سيمه بولي خو دا هېروي چې په هغه زمانه کې دغه دين شريک وو چې اوس د هندويزم په بڼه هندوانو ته ورپاتې دى، د بېلګې په ډول په هغه وخت کې هم د هندوستان له بوتانو تر ټولو ستر بت زموږ په بياميانو کې وو.

د پلم په خبرو او جګړيز حالت کې بابا ته د لوټلو کليمه د مرهټيانو د پوځي مشر لخوا په داسې ځمکه کارول شوې چې هلته دى پردى او بابا د روهيله پښتنو د واک په سيمه کې ولاړ دى. لکه څنګه مو چې مخکې وويل په پلم کې زموږ کلتوري او ټولنيز اړخ تت او پوځي اړخ پياوړى ښودل شوى او هڅه شوې چې مرهټه لښکرې کمې او د بابا ډېرې وښودل شي خو تاريخ بيا بل ډول دى.

خو په پلم کې د ابراهيم خان ګارډي په نوم مسلمان، لوبه چې د مرهټه هندوانو په ګټه توپونه ولي او بابا لښکر ته ستر زيانونه اړول، د نننيو هغو افغانانو او پښتونخوا کې د ځينو پښتنو کړو وړو سره سخت سرخوري، چې د خپلو ګټو او واک لپاره له پرديو يرغلګرو سره د خپلو د وژلو او ځورولو لپاره له هيڅ ناروا درېغ نه کوي.

همدارنګه دا پلم د مغولو له هغه راز څخه پرده پورته کوي چې د ګوډاګيو په توګه دوى په هندوستان کې سيالو ځواکونو کارول،پر تخت يې کېنول او شاته هغوى خپلې موخې ترسره کولې او دوى يوازې سياسي دلالان ول، په ټوليز ډول پلم د غندلو پرځاى د تاريخي زدکړې لپاره کتل ښه دي.

همدارنګه پلم دا هم څرګندوي، لکه نن چې د پاکستان او ايران حکومتونه د افغانانو لپاره ګواښونه دي، په هغه وخت کې هم له ختيځ څخه هندي امپراتورۍ ګواښ وې او له لوېديځ څخه د ايرانيانو لخوا تر يرغلونو لاندې ول، زموږ نيکونو ډېره لږ د ساه اخيستلو او ځان جوړولو واره يا موقع درلوده، موږ بايد له تاريخه زدکړه وکړو او د پرديو ګوډاګيو په غوړو وعدو تېر نه وځو، د خپلواکۍ او ځانبسياينې په برخه کې خپلې هڅې وکړو او ډېر زيار وباسو ترڅو د نورو له ګواښونو ځان وساتو.