د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره، ګټه که زيان؟د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره، ګټه که زيان؟
تړاو کاپي کاپي شو
د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره، ګټه که زيان؟
2022-04-27 00:00:00 لمريز 1401-02-06 00:00:00
د کرونا د وبا په پيل کې د خپل هېواد وړتياوو او سرچينو ته په کتو ما هڅه وکړه چې د خپل ولس د نامينده کولو پرځاى هغوى په ځاني، ولسي او دولتي کچه ددغې وبا سره د مبارزې لپاره چمتو کړم. په ځاني ډول مې د لوړو هيلو ساتلو، وړ خوراک کولو او لمر ته د بدن لږترلږه دريمې برخې لوڅولو ننداره ورته وکړه، ترڅو خلک ويټامين ډي واخلي او د بدن د ژغورنې ځواک لوړول او ځينې نور وړانديزونه مې هم وکړل. په ولسي کچه مې وړانديز وکړ چې له "ښارونو څخه کليو ته ولاړ شي، او هلته کرنې او مالدراۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي". په دولتي کچه مې وړانديز وکړ چې "حکومت، کاروباريان او پوهان سره راټول او د وبا د مخنيوي لپاره د درملنې خپلې لارېچارې ولټوي".

دولتي چارواکو چې کرينونه راويستلي وو او لارې يې بندولې، غرونه يې په لارو کې رانړول، هغوى ته مې وړانديز وو چې د لارو بندولو پرځاى خوراک، درملو او تګراتګ وسايلو کې د پاکوالي او واټن پمرسته د کرونا مخنيوي تدابيرو ته پاملرنه وکړي. بنديزونه او کرنتين زموږ پر ګټه ندى، ان تردې چې د خوست چارواکو ته مې وليکل "ويل کېږي چې په خوست کې تر اوسه د کرونا يوه پېښه هم نه ده شوې، نو بيا کرنتين داسې مانا لري لکه له مرګه وړاندې مړه کېدل!".

خو د چين ولس ډېر بختور دى چې د ځيرک مشرتابه لرلو سره د کمونيست ګوند چارواکي وتوانېدل چې له کرونا څخه د خپل ولس، کاروبارونو او ان د چين د ژغورلو او سيالو ځپلو لپاره سترې جغسياسي يا جيوپولټيک ګټې پورته کړي او لا يې پورته کوي.

د ولسي مخنيوي لپاره چين وتوانېده چې ډېر کم خلک ددغې وبا له امله ناروغه او مړه شي، حال دا چې په ښارونو کې ډېر چينايان به له دغې وبا ځکه مړه کېدل چې د پاکو خوړو، ښې هستوګنې او پاک چاپېريال له امله يې د بدن د ژغورنې سيستم ډېرو وايرسونو سره د نه مخامخ کېدو له امله کمزورى دى، نو که د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره نه واى چينايان به کرونا سخت ځپل. همدارنګه د ښاغلي شي جين پينګ بې-کرونا تګلاره ډېره د پاملرنې وړ ده، ددغې تګلارې په رڼا کې چين وکولاى شول چې د کرونا وبا د مخنیوي دويم واکسين جوړونکى هېواد شي او د کرونا واکسين يې خورا د ډېرو د ډاډ وړ شو، ډېرو خلکو هڅه کوله د نورو واکسينونو پرځاى د سينوپارم چينايي واکسين ولګوي. د چين خلک بايد د خپلو چارواکو پر هڅو خوشاله وي چې د پرديو د واکسيني کاروبار ښکار کېدلو پرځاى خپل واکسين او د واکسين ګټور کاروبار لري، که داسې نه واى چينايانو به په ملياردونو زيان ليده او کېداى شي د واکسين په پلمه لا د ډېرو د ناوړه درملنې ښکار شوي هم واى.

همدارنګه، زموږ د هېواد افغانستان په ګډون چين سيمه او نړۍ کې ډېرو هېوادو سره د کرونا د واکسين مرسته د ستاينې وړ ده. سيمه کې چين لومړى او هندوستان څخه وروسته ايران زما له اړخه د کرونا واکسين په جوړولو د مبارکۍ وړ شول. خو افغانستان کې موږ لا هم د پرديو خيراتي واکسين ته په تمه يو، زه باور لرم چې موږ هم پوهان لرو او په لږ پانګونه، هڅونه او دولتي ملاتړ مو کولاى شول لاسته راوړنه ولرو خو له بدمرغه حکومت کې اراده او نوښت نه وو او نه شته.

په نړۍ کې سياستوالو د کرونا له وبا څخه د خپلو ملي او ولسي چارو لپاره سياسي ګټې پورته کړې خو په ټولو هېوادو کې د چين د مشرتابه د ملي او ولسي ګټو ژغورلو جغسياسي يا جيوپولټيک ګټې پورته کول بېشانه او د چين د راتلونکي لپاره خورا ګټور وو او لا دي. د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلارو له امله چين وتوانېده چې چين د لوېديځوالو کمپنيو له زبېښاک څخه وژغوري. د ولس د ژغورنې ګټو سره په جغسياسي ډول اوسني کرنتينونه هغو ښارونو کې چې د چين د سيالو ګټې ورسره ژورې تړلي پر وخت او د سن تزو د جګړې د ګټلو نرم تکتيک دى چې اوس د چين ولس ته يوڅه کړاو لري، خو دغه کرنتين د چين سياسي سيالان خورا ځپي چې له امله به يې چينايان اوږدمهاله ګټې ترلاسه کوي.

زما له انده چې ډېرو چينايانو ته مې دا خبره کړې هم ده، که کمونيزم چېرته ګټه کړې نو هغه د چين د کمونيست ګوند تګلاره ده چې دوه چينايان يې اړ کړل ترڅو د راتلونکي يوه ښه او پرمختللي چينايي لپاره کار وکړي، همدغه د يو ماشوم درلودلو تګلارې برکت وو چې نن چين د نړۍ دويم ځبرځواک کېدو سره د لومړيتوب په لور ګامونه اخلي.

#لېوال، #نرلېوال #covid19af

نور رحمان لېوال
د مالوماتي ټيکنالوژۍجایزېګټونکى، کاروباري، سياستوال، خيرخوا، د لېوال برانډ څښتن، د پښتو ټلوېزيون او لېوال کمپنيو مشر، د ١٣٩٨ ولسمشرۍ پخوانى نوماند