اونۍ وړاندې مو وويل: #پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.
تړاو کاپي کاپي شو
اونۍ وړاندې مو وويل: #پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.
2022-04-14 00:00:00
دادى اوس ورته شننه روسیي څېړونکی الکساندر کنیازوف کوي چې لویدیځ هڅه کوي #تاجکستان کې د امارتوالو بډيال ديره کړي ترڅو منځنۍ اسیا کې کړکيچ رامنځته کولو سره له اروپا څخه د روسیې پام واړوي، هغه وايي د عمران خان ګوښه کېدل د چین او امریکا تر منځ د لانجې یو نوی پړاو دی چې افغانستان ته به هم خپرېږي.
د پاکستان بدې ورځې راروانې دي ځکه د لويديځ، چين، هند او روسيې د ګټو د ټکر په مرکز بدلېږي. خو د ژغورنې يوه لار شته چې پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان خپلواکي ته لار پرانيځي او له هند څخه رابيل شوي مسلمانان د يو نوي پاکستان په شکل کې چې له سيند او پنجاب څخه به جوړ وي پاته شي.
دغه ويش به د پاکستان اوسني د لويديځ او چين يرغمل پوځي او استخباراتي جوړښتونه له منځه يوسي، سيمه او پاکستان به له هغې جګړې وژغورل شي چې اوس يې روسيه او چين په اروپا کې له لويديځ سره ترسره کوي که داسې ونشي نو پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.

#نرلېوال
#اسيابدى