امريکا هم د حکومت د بدلون غوښتونکې شوه
تړاو کاپي کاپي شو
امريکا هم د حکومت د بدلون غوښتونکې شوه
2022-02-19 00:00:00
د امريکا بهرنيو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، امريکا په افغانستان کې سياسي جوړجاړي او تلپانې اوربند ته د رسېدو لپاره د سولې له بهير ملاتړ کوي. همدارنګه روسې په څرګنډ ډول د حکومت د بدلون غږ پورته کړى، چين هم په ورته دريځ پته خوله رازي دى، هندوستان خپل دريځ نه لري امريکا ته ګوري.
زما ياد شي د روسانو له وتلو څخه وروسته مجاهدين د ګټياليو په دريځ کې وو لکه طالبان او د روسانو تپلى د نجيب حکومت هم داسې وو لکه د کابل اوسنى حکومت. ټولې نړۍ او افغانانو نجيب ته ويل چې د يو سوليز لېږد لپاره ځايناستې حکومت ته غاړه کېږي چې دولتي سيستم ړنګ نشي. خو نجيب سرزوري چې ځان او ملګري يې د ملت قاتلين ورته ښکاره کېدل بارو نشو کولاى چې دوى به ملت محاکمه نه کړي، نو د جګړې د اوږدولو لپاره يې د دولتي سيستم يا نظام ساتلو چيغه ټينګه کړه او مجاهيدينو څخه يې غوښتل چې دده په حکومت ورګډ شي. مجاهيدنو هم داسې انګېرله لکه طالبان چې حکومت چپه کولاى شي او واک ترلاسه کولاى شي. پايله د نجيپ حکومت نسکور او ناوړه لنډمحاله حکومت په داسې وخت کې جوړ شو چې دولتي سيستم کورنيو جګړو بشپړ ځپلى وو.
دويمه تېروتنه دا وه چې د مجددي په ډول يو کس چې ولسي ريښه يې نه درلوده د لنډمحاله حکومت مشر شو، هغه په يوازې پرته له کوم ولسي ملاتړ څخه کابل ته راغى اړ شو چې د خپل واک لپاره جنګسالارانو ته د خالد بن وليد لقبونه ورکړي. پايله يوه بله کورنۍ جګړه شوه. داځل بايد ورته تېروتنه تکرار نشي. د افغانستان ستر قومونه چې ددغه هېواد د ساتلو مسوليت لري بايد داځل تېروتنه ونکړي او يو بېريښې کس ته دغه ستر مسوليت ورسپارلو څخه ډډه وکړي.
که اوس هم د کابل حکومت ځايناستى حکومت چې افغانان او نړۍ يې ورته سپارښتنه کوي ونه مني نو د نجيب د حکومت په برخليک به اخته او ملت به ناوړه حالت ته بوځي.
خو د خوښۍ خبره داده، داځل طالبانو ځيرکتيا وکړه په ايران او روسيه کې يې د دولتي سيستم د ساتلو لپاره د حکومت د بدلون چيغه وکړه، خو د کابل حکومت کې ښکيل د نجيب د حکومت په ډول ځان انګيري چې سوليز د واک لېږد کې خپله محاکمه ويني، نو ځکه تر اخيرې سلګۍ جګړې ته تيارى نيسي او دا يې ستره تېروتنه ده.
حل دادى چې دوى بايد يو دريمګړي جوړښت ته چې ولسي ملاتړ ولري غاړه کېږدي چې هم دوى وبښل شي او هم طالبان، دولتي سيتسم خوندي پاته شي او هېواد کې سوله راشي.

#نرلېوال