امريکا خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر وباسي او راتلونکي جګړه به يې د  پاکستان له خاورې له چين سره پيل کېږي.امريکا خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر وباسي او راتلونکي جګړه به يې د  پاکستان له خاورې له چين سره پيل کېږي.امريکا خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر وباسي او راتلونکي جګړه به يې د  پاکستان له خاورې له چين سره پيل کېږي.امريکا خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر وباسي او راتلونکي جګړه به يې د  پاکستان له خاورې له چين سره پيل کېږي.
تړاو کاپي کاپي شو
امريکا خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر وباسي او راتلونکي جګړه به يې د پاکستان له خاورې له چين سره پيل کېږي.
2021-06-21 00:00:00 لمريز 1400-03-30 00:00:00
په ٩٠ لسيزه کې، ټول لويديځ خو ځانګړي ډول امريکا متحده ايالاتو او برتانيا کې د تورپوستو غورځنګونو د خپلو نيکونو د مرييتوب تاوان غوښت. څو اپريقايي(افريقايي) هېوادو له برتاينيا څخه تاوان ترلاسه هم کړ.

١٩٩٩ کې حالات دومره کړکيچن وو چې متحده ايالات يې کورنۍ جګړې پيل کېدو ته ډېر نژدي کړى وو. دغه وخت کې بي بي سي زما څخه د پښتو، اردو او هندي ژبي انټرنتي سيستم ملاتړ اخيستى او د سمبالولو لپاره يې لندن ته تللى وم. د لندن وکټوريا اورګاډي مرکزي هډې څخه تېردو پر وخت مې يوه ډېره ستره او ګرانبيه سوداګريزه لوحه وليده، پر لوحه ليکلي وو "په هرډول چې کېږي تاوان غواړو". توريان دغه تاوان په لسګونه ټريليونه ډالر او پونډ غواړي.

هغه وو چې په متحده ايالاتو کې د تورپوستو د تاوان غوښتنې غورځنګو د ډپ کولو لپاره د سپټمبر ١١ پېښې څخه په ګټه امريکا په افغانستان يرغل وکړ او امريکا خپله کورنۍ جګړه افغانستان ته راوړه. د هغو خوځښتونو مخه يې ونيوله، توريانو ته د لسګونه ټريليونه زيان ورکولو پرځاى يې افغانستان کې په ٢٠ کاله کې نژدې يو ټريليون ډالر لګښت وکړ، هغه هم په خپلو پوځيانو او ملاتړو، او ځينې نورې ځايي او سيمزې موخې يې هم لاسته لاوړې. په افغانستان کې د لويديځوالو هډې پر هغه ځايونو پرتې وې چېرته چې زموږ مهم کانونونه شتون لري.
اوس يوځل بيا متحده ايالاتو کې د توريانو د تاوان غوښتنې خوځښتو دومره زور اخيستى چې ولسمشر بايډن يې اړ کړ چې تاوان غوښتنې هغه غونډه کې ګډون وکړي چې يوه پېړۍ وړاندې د اکلوماها ايالت تولسه ښار چې د توريانو والسټريټ بلل کېده او ١٩٢١ کل کې د يوې دسيسې لمخې د سپينپوستو لخوا وران او د ښار تورپوستي يې قتل عام کړل.

د سي ان بي سي رسنۍ لمخې تورپوستو ته د مرييتوپ تاوان شاوخوا ١٢ ټريليونه ډالر کېږي چې نژدې ١٠٪ د ټولو امريکايانو د شتمنيو جوړوي، پداسې حال کې چې په ٢٠٢٠ کال کې د امريکا ټول لګښت نژدي ٦ټريليونه ډالر وو.
امريکا ددې سياسي هوډ او شتمنيز يا اقتصادي توان نلري چې توريانو ته ١٢ ټريليونه ډالر تاوان ورکړي، که يې ور نه کړي کورنۍ جګړه هروخت ييل کېداى شي. نو له کورنۍ جګړې او تاوان ورکولو څخه ژغورنې لپاره د بايډن حکومت اړ دى يو ځل بيا د توريانو د خوځښتونو د ډب کولو لپاره د راتلونکو څو لسيزو لپاره لکه د افغانستان ١-٢ ټريليونه ډالري جګړه پيل او ١٢ ټريليونه تاوان ورکولو مخه ډب کړي. دا وخت پرته له چين څخه د امريکا ولس بل چاسره جګړې ته نه تيارېږي نو ځکه په زغرده ويلاى شو چې امريکا د خپلې کورنۍ جګړې ژر بهر ويستلو لپاره اړ ده چې راتلونکي جګړه له پاکستان څخه له چين سره په دې پلمه پيلوي چې د پاکستان پوځ افغانستان او سيمه کې د امريکا ګټو ته خنډ دى هغه په داسې وخت کې چې د امريکا په مرستو له چين سره ملګرتيا کوي.

نن مې د امريکا غږ ډيوه رسنۍ يوه خپرونه کې د بلوچستان توره نخشه او ورسره د افغانستان، سند او پنجاب نخشې په ورته رنګونو مخې ته راغلې. دغه نخشه او اوسني د واشنګټن، لندن، کابل او اسلام اباد شريک پروګرامونه دا څرګندوي چې امريکا غواړي د پاکستان پوځ سره په همکارۍ د افغانستان پوځي چاري چين سره د جګړې لپاره سمبال کړي. که پاکستان د امريکا په غوښتنه چين سره جګړه نه کوي نو د بلوچستان خپلواکي به رامنځته شي.

په امارتوالو او جمهوريتوالو غږ کوم تردې وړاندې چې دغه ناولې لوبه پيل شي او چالاک پنجابيان مو د ځان ژغورنې لپاره د چين او امريکا په جګړه اخته کړي، خپلو کې ژر سوله وکړئ او کورنۍ جګړه له کوره وباسئ.


نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#چين_امريکا_جګړه