پاکستان د اروپا جګړه سيمې ته راوړي، چين بايد بيدا شي
تړاو کاپي کاپي شو
پاکستان د اروپا جګړه سيمې ته راوړي، چين بايد بيدا شي
2022-04-03 00:00:00 لمريز 1401-01-13 00:00:00
د چين د بهرنيو چارو چارواکى، ليجان ژاو په ټويټر خپور شوى لاندې انځور کې پاکستان ته اشاره ده چې وايي امريکا مو په مرګ ګواښي که ملګرتيا يې ونکړي.
خليلزاد پاکستاني پوځ مشر باجوه سره وکتل، تر کتنې وروسته هغه اعلان وکړ چې په يوکراين د روسيې يرغل غندي ځکه امريکا او بريتانيا سره ژورې اړيکې لري. اوس پاکستان کې د چين پانګونې د پاڼ او پړانګ حالت سره مخ شوې او پاکستان يوځل بيا د #اسيابدى او د پرمختګ خنډ شو.

تردې وړاندې چې #پاکستان #چين له شا ووهي او د اروپا جګړه سيمې ته راوړي، چين ته پکار ده چې د اسيا دغه بدي او د پرمختګ خنډ ته داسې سبق ورکړي چې بيا په نړۍ کې څوک داسې دومخي کولو همت له خپلو ګاونډيو سره د خپلو ناروا ګټو لپاره ونکړي. چين او روس ته پکار ده چې د پاکستان په دغه راګرځنګ د هغه سره خپلو راکړوورکړو ته شرتونه کېږدي، که داسې ونکړي پاکستان به د چين پښې وهي او د اروپا جګړه به سيمې ته راوړي.

يادونه: ما ويلي وو چې د عمران خان ليري کول د پاکستان د پوځ ليرې کول دي. خو پاکستاني پوځ نن بيا سياست وکړ هم يې خپل لاسپوڅى عمران په واک کې وساته او هم خپل پوځ د لويديځ سره مخامخ نه کړ. پاکستان پوځ پوهه شو چې امريکا د غني د پوځ کار ورسره کوي، نو ناببره راګرځنګ يا U-turn سياست يې وکړ، يوکراين په اړه پاکستاني پوځ د لويديځ څخه ملاتړ وکړ.

خو د پاکستان ستونزه اوس پيل شوه. ځکه چې په يوه پالنګ به درې لوري خوشاله ساتي،اسلام، لويديځ او بل چين، چې دا ډېره ستونزمنه چاره ده. خو ددغه هرڅه زيان سره بيا موږ مخامخ شوو، پاکستان به د وسلوالو ډلو پرمټ د افغانستان نارامه کولو له لارې د لويديځ د ګټو لپاره سيمه کې د هند، چين او روس ګټې تراغيزلاندې راولي او ان تردې چې که موږ بيدار نشو، احساساتي او د ځيل سياست مو کولو نو کېداى شي افغانستان او سيمه کې پاکستان د لويديځ لپاره يوبله جګړه پيل کړي ترڅو روسيه دلته ښکيل کړي چې اروپا کې جګړه کمه يا ټوله دلته يا بل ځاى ته لاړه شي.

هېره دي نه وي چې لويديځ افغانستان کې د تېرې شل کلنې جګړې په مرسته لويديځ خو په ځانګړي ډول امريکا له کورنۍ جګړو او سياسي ناخوالو وژغورله.

لوى څښتن د موږ افغانانو ته توان راکړي چې د نړۍ له سياستونو سره سياست کول زده کړو او جګړې له خپل سره ليرې کړو. امين

#نرلېوال
#چين #پاکستان