چين کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته پيغام
تړاو کاپي کاپي شو
چين کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته پيغام
2022-03-30 00:00:00 لمريز 1401-01-10 00:00:00
موږ د چين د حکومت له مرستو او همکاريو څخه مننه کوو او خوشاله يو چې چين خپل ګاونډي ته پاملرنه کوي. موږ د افغانستان لپاره د چين د حکومت دريځ چې درې درناويو او درې هېڅکله تر سرليک لاندې اعلان شوى ستاينه کوو.

درناويو کې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا، د افغانستان د خلکو سياسي او ټولنيزو غوښتنو، دود او دين ته چين درناوى کوي او چين به هېڅکله د افغانستان کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، افغانستان کې به يوازې د چين ګټو پسې به نه ځي او د چين د اغيز لپاره به کار نه کوي زه د چين د حکومت ددغه دريځ ډېر درناوى کوم.

د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې ګډنوالو ته مو پيغام دادى چې د چين حکومت بايد افغانستان د يو ښه ګاونډي او نړيوال کلي برخه ګڼلو سره په افغانستان کې د داسې قانوني حکومت غوښتونکى وي چې هغه د قانون او خپلو تګلارو لمخې د افغانستان ولس ته د منلو وړ وي، چين چې د اوسني حکومت په اړه اوس کوم دريځ لري موږ يې ستاينه کوو او بايد هغه ته ژمن پاته شي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال