د چين او افغانستان راتلونکېد چين او افغانستان راتلونکې
تړاو کاپي کاپي شو
د چين او افغانستان راتلونکې لپاره وړانديز
2021-07-28 00:00:00 لمريز 1400-05-06 00:00:00
اسيا زړه افغانستان کې د #لويديځ دومخې تګلارې نابريالۍ کېدو له #عراق څخه هم ځواکونو ویستلو ته اړ کړل. موږ بيابيا لويديځ ته ويل: افغانستان ستاسې دوديز دوست دى، دلته ښويدل په اسيا کې د پرځېدلو په مانا دي. #چين بختور دى چې په بل يې وليدل. افغانستان کې د چا لاسپوڅي حکومت پرځاى يو ملي حکومت څخه د چين ملاتړ ددغه هېواد او سيمې په ګټه دى.

له هندوستان سره دښمني د چين او پاکستان د دوستۍ خام بنسټ جوړي چې هره شيبه بدلون موندلاى او پاکستان د لويديځ د اډې په ډول د چين په بډ کاريدلى شي. د پاکستان او چين دوستي بايد پر افغانستان ناوړه اغيز ونکړي، چين ته پکار ده چې د پنجاب له اړخه پښتونخوا سره که د زياتي مخنيوي کولو توان نه لري د پنجاب ملګرتيا څخه هم ډډه وکړي او پاکستان د کې پښتنو حقوق ورکول وغواړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په اړه د چين دريځ بايد بېپرې پاته کېدل يا هم چين څخه د لويديځ د استعمار په رڼا کې چې چين هانګ کانګ او تايوان ته په کومه سترګه ګوري خپل ګاونډي افغانستان ته ورته غوښتنه ولري. دغه چارې به سيمه کې ټيکاو راوستلو کې مرسته کولو سره د چين او افغانستان راتلونکې ګټوره او د چين پرمختګ لا ګړندى او له ګواښونو خوندي وساتي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال