Home > کاريزوالو غونډه
کاريزوالو غونډه
Copy Link Copied
کاريزوالو غونډه
د مى په ١٢ نېټه مې د محمداغې ولسوالۍ کارېزونو ځينې استازي مېلمانه ول. د کتنې اجنډا د پروګرام ورپيژندنه او د دوى د همکارۍ ژمنه وه. يادو مشرانو له سورکارېز، جبارخان کارېز، خانان کارېز، لنډى کارېز، ميرزاخېلو او خوا و شا کليو څخه تشريف راوړى و. د پروګرام له هڅو څخه يې خپل هر اړخيز ملاتړ وښود او د هر ډول همکارۍ لپاره يې د نورو ناستو او مشورو هيله وښوده.
More Images