https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
کورپاڼه > په اړه
په اړه
د محمداغې پراختيا تسدۍ د کب په ١٧، ١٣٩٣کال (مارچ ٨، ٢٠١٥) کې د لېوال ملي بسياينې بهير د يوې برخې په بڼه د ښاغلي نور رحمان لېوال لخوا پيل شوه. د جغرافيوي، مرکزيت، هوا او ټوليزو اقتصادي لاملونو له امله د محمداغې ولسوالۍ تر ټولو وړ موقيقت دى نو ځکه ددې پروګرام لپاره د محمداغې ولسوالۍ وټاکل شوه. ددې پروګرام د ابتکار مالي لګښتونه ښاغلي نور رحمان لېوال په غاړه واخيستل چې ددې ابتکار تګلارې، کړنلارې او طرالعملونه وليکل شول او د ټولنې سره سلا مشورې يې پرې شونې کړې. ددې طرحې تګلارې، کړنلارې او طرالعملونه ليکلي شوي، د ټولنې سره سلا مشورې بشپړې شوي چې مثبتې پايلي يې لرلې، شا او خوا او نېژدې کليو ددې ابتکار څخه خوښي وښوده او خپل بشپړ ملاتړ يې څرګند کړ. اوس په دې کار روان دى چې د پانګې د جلبولو لپاره يو پروژه طرحه شي چې د لوګر د پرمختګ تسدۍ تاسيس کول شوني شي چې په دويم پړاو کې دا تسدۍ د لېوال ملي بسياينې بهير له لارې د لوګر د بسياښارګوټي د پيل او بشپړولو مسووليت ولري.