تر ٢٨ مارچ ٢٠١٦ کاله وروسته افغانان بايد د يوناما شتون ونمني
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د افغانستان ملي حاکمیت، ملي مالکیت او ملي رهبري ته د ملاتړ پرځاى ګواښ وه، دغې ادارې پرته لدې چې په افغانستان کې خپله موازي حکومت وي او موازي حکومتونو ته قانوني حيثت ورکړي پخپله ١٤ کلنه موده کې کومه بله پايله ندرلوده. په ٢٨ مارچ ٢٠٠٢ کال دغه اداره د ملګروملتو د امنيت شورا لخوا رامنځته شوه چې په افغانستان کې تلپاته سوله راولي. ١٤ کاله تېرشول سوله رانغله خو ددغې ادارې ستره لاسته راوړنه صلاح الدين رباني د سولې مشر کول وو د چا پلار چې د قدرت لپاره جګړه پيل کړې وه او لاروانه ده.
په اتلسم مارچ ٢٠١٥ ملګروملتو د يوناما موده د يو بل کال لپاره د ددغې ادارې د شتون اړتيا د کرکتنې په شرط وغځوله. پدغه کرکتنه کې بايد د هېود له ټولو سياسي او مدني خځښتونو ټولپوښتنه وشي او نور پرې نښودل شي چې دغه کرکتنه د ستونزې د يو اړخ له لوري وشي لکه صلاح الدين رباني.
دغه ادراه افغانستان سره د ملګروملتو او نړيوالو د مرستو ستره برخه خوري، که دوى نه وي دغه پانګه به د ملګروملتو نورو مسلکي ادارو ته په تګ هېواد ته ګتوره شي.
د شوروى د يرغل څخه راپديخوا په هېواد کې موازي حکومتونه جوړول دود شوي او هغوى چې يې برخه دي، که څه هم ټول د ابادولو او ژغورلو چيغې وهي، خو د ورانولو ونډه يې د ابادولو او ژغورلو څخه ډېره پياوړې وه او ده. دا وخت په هېواد کې د لاندې شپږو موازي حکومتونو ډلي دي:
1- د متحده ايالاتو د کابل سفارتي حکومت
2- د غني او عبدالله د کابل ګډ حکومت
3- د ناټو او لويديځوالو سفارتي، سياسي او کاروباري کړيو مافيايي حکومتونه
4- د ملګرو ملتو د ادارو حکومتونه
5- د مخالفينو حکومتونه
6- له ګاونډيو هېوادو سره تړلو خوراکي، افتصادي او مخدره موادو مافيايي کړيو حکومتونه.
دغه موازي حکومتونه ځينې يو د بل سره په جوړجاړي او ځينې يو د بل په ښکاره مخالفت خو په پټه همکاري او ځينې يو د بل د کمزوري څخه په ګټې اوچتولو روان دي، ګټې يې په هېواد کې ډېرو لږو ته خو زيان يې ټولو ته وراوړي.
د ملګروملتو ادارې پدې وخت کې د څلورم موازي حکومتونو ټولګه ده، دوى وايي چې موخې يې د ولس او د کابل د حکومت سره مرسته او پياوړيکول دي، خو په پايله کې دوى د افغانستان څخه تر ټولو ډېره ګټه پورته کړې، دوى د خيرات په وسايلو تر ټولو پرتمين ژوند کوي او په بيروکراټيک فساد اخته دي چې فساد ثابتول يې هم ګرانه خبره ده. د دوى بهرني کارکونکي ډيرى يې د بهرنيو استخباراتي، کاروباري او مافيايي کړيو غړي دى چې شپه او ورځ په ډېره ماهرانه انداز د هېواد په بې ثباتي کې لاس لري. همدارنګه د راټولشوي خيرات او امکانانو تر ٧٥ سلنه ډېر دغه خلک په تنخاو او پاچاهي ډوله ژوند کې لږوي. همدارنګه د خپلو لاسپوڅو سره د وراني لپاره په هېواد کې پټه مرسته کوى، چې ځينې وخت دغه مرسته د پروژو او ځينې وخت د نورو لارو وي.
د ملګروملتو کورني کارکونکي د هېواد د ادارو څخه د ملګرو ملتو د مغزوغلا ده چې د دوى نشتون د هېواد په ادارو کې د نظام نجوړيدو او کمزروى کاروبار کې ستره ونډه لري، او هغه ځکه چې ملګري ملتونه خپلو کارکونکو ته ستر امکانات ورکوى دغه امکانات د افغانستان دولت او د هېواد کاروبارى چاپيريال کې په اسانه او ژر نه ترلاسه کېږي، نو ځکه په ټول هېواد کې نوښتګر، ځيرک او د کار خلک د ملګروملتو ادارو کې د امکاناتو د ترلاسکولو لپاره د خپل مسلک څخه هخوا بوخت کړل شوي. چې ددغو کارکونکو په مسلکي وروسته پاتکيدو او په هېواد کې نوښتونو، پرمختګ او سولې ته ستر خنډ دي.
د ملګروملتو بېځايه مرستې د نوښتونو، کاروبار او پرځان بسياکېدنې وژنه کوي، له نن څخه دوويشت کاله پخوا ما دوى سره کاوه او د ملګروملتو څخه مې ځکه اسعفا ورکړه چې د دوى ډيرى پروګرامونه د افغانانو متکي کول و. د هغې ورځې پهيله چې افغانان د پريدو مرستو ترلاسه کولو پرځاى، خپلو نوښتونو او کاروبار ته مخ کولو سره خپلواکى ترلاسه کړي.
د افغانانو تکيه پر پرديو ادارو خپل اوج ته رسېدلې، کله چې موږ ١٧ کسه د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو د دسيسو ښکار شولو، نو پر سبا يې نوماندانو پخپله غونډه کې پريکړه وکړه چې لومړى به د متحده ايالاتو سفارت ته ټول په شکايت ورځي او تر هغه وروسته به د ملګروملتو ادارې يوناما ته شکايت کوي. زما په استازيتوب زما مرستيالانو دغو غونډو کې ګډون کاوه، ما په ټيلفون ځينو مخکښو نوماندانو ته وويل او په سبانۍ غونډه کې زما مرستيالانو اعلان وکړ چې موږ هرې افغان سرچينې ته په شکايت درسره ځو، خو هيڅ سفارت او بهرنۍ سرچيې ته شکايت نکوو او نه د چا ملګرتيا کوو، بلکې که هر څوک کوم سفارت ته لاړل، موږ د رسنيو پروړاندې ددغه تګ او شکايت غندنه کوو، هغه و چې نوماندانو دغه کلتور چې مخکې عام و، پرېښود کور يې ودان.
د افغان او لوېدیځو چارواکو په وینا ريئس جمهور غني په وروستیو کې له مرستندویویانو او چارواکو سره په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام اداره دې ۵۰۰ ملیون ډالره افغان حکومت ته وسپاري چې اوس دغه اداره پرې بانکي سود اخلي، زه وايم چې په بيلونونو ډالر دغو ادارو په حسابو کې پراته دي چې بايد ژر تر ژره يې حکومت او ولس ته وسپاري. حکومت بايد د تنخاوو او اماکاناتو شکور جوړ کړى او د هغې لمخې بايد هرڅوک مکلف وي چې کارکوونکو ته امکانات او تنخاوې وټاکي.
حکومت ته زما مشوره داده چې له دغو ادارو څخه بشپړ واک اخيستلو وخت رارسيدلي، نور د دوى اړتيا نشته چې د افغانستان په نوم کچکول وګرځوي، دوى ته نور بايد حق ورنکړل شي چې د افغانستان په نوم راټول شوي خيرات باندې ګټې او مزې وکړي. ددغو ادارو بهرنيي کارکونکي او ماموريت بايد يوازې په پلازمينه کې تر تخنيکي مشاورتونو محدود شي، کورني کارکونکي بايد ټول په حکومت او کاروبار کې جزب شي، دا به به لږترلږه يو موازي حکومت پاى ته رسولو سره سوله کې مرسته وکړي.