د ملګروملتو د امنيت جرګې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې ته ددغه سازمان د افغانستان استازې وويل "افغانستان کې یوې واقعي سولې یا یو ډېر وحشي او ډارونکی بشري ناورين په تمه دي، روان حالت د سوریې بحران او بوسیناهیرزګوینا نښتو ته ورته دى". دغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې شل کاله يوناما افغانستان کې پاچاهي ډوله او موازي حکومت په ډول ماموريت لري. د امنيت جرګې ځانګړې غونډه په غندلو او ملګروملتو د ماموريتونو او پروژو د تمويل په ملاتړ پاى ته ورسيده.
ملګري ملتوته په خيريه چارو کې غښتلي او ټوله نړۍ کې بشري مرستې رسول ددوى د پايښت لامل دى. پوځي او سياسي چارو کې پرمختګ ددغې ادارې له خيريه چارو او د ملګروملتو د کارکوونکو له ګټو سره په ټکر کې د راتګ له امله جګړو ته د پاى ورکولو دريځ کمزورى کوي. ځکه د غوڅولو پرځاى د ملګروملتو ماموريتونه جګړې اوږدوي. افغانستان کې د روسانو له يرغل څخه وروسته د ملګروملتو نابريالۍ هڅې او بيا د بن د غونډې پروخت د خپلو او خپلو سترو تمويلونکو د ګټو پربنسټ د ملګروملتو يو اړخيز دريځ افغانستان کې د شل کلنې جګړې لامل دى.
پرون هم د ملګروملتو دريځ د بن غونډې ته ورته او د افغانستان د جګړې د يوه لوري په همکاري ولاړ وو ترڅو د جګړې اور مړکولو پرځاى تازه شي، اړينه وه چې دغې غونډې ته د جمهوريتوالو سره امارتوال هم دعوت شوي واى او د هغو دريځ اوريدلو سره د جګړې اور مړ شوى واى، خو دغه ادارې داسي نه کوي او له بدمرغه ځينې لوري د افغانستان د جګړې بهرنى اړخ پياوړى ښودلو سره افغانستان کې د خپلو لاسوهنو او ناروا کړنو لپاره لارې پرانيځي.
ما د ملګرملتو د کارکوونکو د ګټو د ټکر خبره وکړه، ٩٠ز لسيزه کې ما د ملګروملتو د افغانستان پروګرام د روغتيا نړيوال ادارې (WHO) او پراختيايي ادارې UNDP سره د دويمه درجه مامور په ډول دندې ترسره کړي او ترهغه ورسته ترننه د ملګروملتو داسې ډېر لږ پروګرامونه به وي چې زموږ د اسانتاوو او پيدارو مشتري نه وي او موږ ورڅخه ناخبره وو.
ملګروملتو کې د دندې پروخت د دوى اداري او بوديجوي چارو کې زما ښکيلتيا دا جوته کړه چې غوښنه برخه د مرستو ددغو ادارو او پروژو کارکوونکو تنخاوو، امتيازاتو او درغليو وړله، ٥٪ مرستې اړمنو ته داسې رسيدې چې په مرستو يې متکي کول،ځکه هغه وخت ما له دوى سره دندې نه کولو پريکړه وکړه. د ملګرومتلو د کارکوونکو د ټکر خبره هغې پريکړې سره څرګنده شوه چې د مجاهدينو حکومت سره پريکړه وشوه چې له پاکستان څخه به ټول د ملګروملتو ادارې افغانستان ته ځي، ما په خپلو غوږو زموږ له غيرافغان همکارانو څخه اوريدل چې خداى دې کله هم افغانستان کې جګړه نه دروي، ځکه زموږ دندې لمنځه ځي او هڅه يې کوله چې دپترونه افغانستان ته لاړ او پروژې بندې نشي.
د افغانستان جګړې مهارولو کې ملګري ملتونه دوځلې پاته راغلي، دا د افغانانو مسوليت دى چې دريم ځل لپاره ملګري ملتونه د زړو تېروتنو د تکرار واکوال نه کړي. اوس وخت کې اساسي حل جمهوريتوال او امارتوال په پخپل منځ کې د يو سياسي جوړښت جوړيدلو يا دريمګړي جوړښت رامنځته کولو سره د افغانستان ناورين پاى ته رسولاى شي.
هغه افغانان چې د تېرو څلويښتو کلونو په ناخوالو کې ښکيل نه وو او افغاني هويت يې ساتلى بايد همت وکړي د امارتوالو او جمهوريتوالو د جګړې برخه کېدو پرځاى د جوړجاړي او دريمګړي جوړښت رامنځته کولو همت وکړي، ترڅو ددوى د جوړښت له امله ښکيل لوري جوړښت ته اړ شي يا هم دوى د چارو واګې په لاس کې واخلي. د بهرنيو پروګرامونه افغانان سولې ته نه رسوي او زموږ ناورين کې خپلو ګټو لټولو سره هغه اوږدي.
نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#nrliwal
#Afghanpeace