د اماراتو دوست هېواد ته مو مشوره ده چې له افغانستان سره د پوځي او سياسي اړيکو پرځاى، سوداګريزي، ولسي او کلتوري اړيکې ولري.
افغانستان د سمييزو او نړيوالو سياليو مرکز دى هلته د اماراتو پوځي اړيکې کېداشى د سيالو لورو لخوا په تاوترخوالي واړول شي چې پايله به يې د دواړو هېواد لپاره غوره نه وي. همدارنګه دوى ته زما مشوره ده چې په سياسي برخو کې هم اړيکو ته ځانکړى پاملرنه ولري ځکه افغانستان د سياسي ولسواکۍ او امارات د يو ځانګړى اماراتي جوړښت درلودونکى دي چې په دواړو سيستمو کې ډېر لږ سياسي همغاړيتوب کېداى شي.