کورپاڼه > کورنا ويروس کويډ١٩
کورنا ويروس کويډ١٩
تړاو کاپي کاپي شو
اړين مالومات يوځل يې هرومرو ولولئ
تړاو کاپي کاپي شو
دکرونا ويروس د وقايي او مخنيوى لپاره د نړيوال صحى سازمان يا WHO نوى سپارښتونه!
1- د کرونا ويروس د جوړ پوستکى څخه نه سى تيريدلى او تر 10 لسو دقيقو پورى پر پوست يا جلد ژوندي پاته کيږى ،نو که چيرى دستکشى نه لرى مه وار خطا کيږى فقط لاسونه پزى،سترګو او خولى ته مه وړى.
2- د کرونا ويروس پر پاچى (ټوکر) پر سطحه باندى 6-12 ساعته،پر فلزى سطحه باندى12-20 ساعته او پر فولادى سطحه تر 20 ورځو پورى ژوندى پاته کيږى.
3- دا ويروس تر منفى 60- درجى د سانتى ګراد ژوندى پاته کيږى او تر مثبت 30 درجى د سانتى ګراد لوړ حرارت کى له منځه ځي .
4- د کرونا ويروس د ګرمو اوبو او کورنى مينځونکو موادو پواسطه له منځه ځي.
5- لباسونه د لمر د مستقيمو وړانګو او يا مرکز ګرمى پواسطه وچ کړى.
6- په ګرمو او بو حمام وکړى. 7- د سړو اوبو د چښلو او سړى غذا د خوړلو څخه جدأ پر هيز وکړى ګرمى اوبه ،ګرمى چاى او ګرمه قهوه وچښي.
8- ددى ويروس د را ټوليدو ځاى په پزه کى دى، نو پزه په مکرر ډول د ګرمو او بو پواسطه پريولى.
9-که ګرم چښاک ته لاس رسى نه لرى نو ژاولى وژووى تر څو ستونى مو په دوامداره ډول د خولى په مايعاتو مر طوب او پريول سى.
10- د اوسيدلو ځاى مو بايد مناسبه تهويه (د هوا جريان) ولرى. 11- يو بل مهم او حياتى کار دادى چى د ورځي څو څو ځلي د10-15 ثانيو لپاره خپل تنفس ودروى او وروسته بيا سا واخلى که چيرى ټوخى او يا نفس تنګى درته پيښ سو حتما و يو صحى مرکز ته مراجعه وکړى مه پريږدى چى تنفسى ستونځي درته پيدا سى او بيا تاسو شفاخانى ته مراجعه وکړى کيداى سى بيا ناوخته وى .
12- که دکوره بهر کار کوى (په دفتر ،مغازه،دوکان او بل ځاى کى) نو! اول:- يونيم متر 1,5 ميتر فاصله د نورو خلکو سره ولرى. دوهم:- لکه څرنګه چى ددى ويروس وزن دروند دى (400-500 ننومتره) او پر ځمکه لويږى نو ستاسو بوټونه د ويروس يوه منبع ده نو په هيڅ حالت کى بوټونه د اطاق داخل ته مه وړى. 13- د پړنجى په وخت کى تر هغه چى امکان لرى د نورو خلکونه فاصله واخلى او هر شى چى مو په لاس درسى(دسمال ،کاغذ ،خپل لاس او بازو) پواسطه خپل پزه او خوله تر څو ثانيو پټه کړى ترڅو د پزى او خولى افرازات جذب سى او په محيط کى خپاره نه سى. 14-دا ويروس د کلک والى له سببه د هر ماسک پواسطه راګرځي يعنى هر ډول ماسک ددى ويروس مخنيوى کوى که هغه( پارچه يي؛ويبريلى،دسمال او کاغذى) وى ټول يي په ککړ محيط کى ساتونکى تماميږى په شرط ددى چى ماسک بايد وچ اوسى او دوامداره بايد تبديل سى.
15- لازمه نه ده چى ټول هغه لباسونه کوم چى موږ يي اغوندو پريولل سى بلکه حرارت او د لمرمستقيمو وړانګو ته ايښودل هغه پاکوى. 16- وروسته تر هغه چى لاسونه په انتي سيپتيکو يا الکولو ووهى او بيا و ميکروبى ساحى ته نه ځي نو لاسونه په مر طوب کونکى کريم يا واسلينو ووهى تر څو د جلدى ناروغيو څخه په امن کى سى. مننه ستاسو د ښه صحت په هيله ډاکتر احمد ضيا (حيات)
‏١١ مارس‏، الساعة ‏٨:٢٨ ص‏ ·
العامة