ويټامين ډي سره له دې چې وړيا دى او روغې سټې ته ډېر اړين دى، بيا هم ډېرى خلک يې له کمښت سره مخامخ دي. د ويټامين ډي کمښت کولسټرول يا د وينې غوړ هم لوړوي، ځکه بدن د لمر د وړانګو په مرسته په پوست کې له کولسټرولو څخه ويټامين ډي جوړوي. زموږ د دوديز ژوند له امله په ښارونو کې کېداى شي ٦٠٪ نارينه او ٩٥٪ ښځينه د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ وي، مليونونه به د ويټامين ډي د کمښت له مله پټ دردمن ژوند تېروي او ډېر به يې له امله مړه وي، د ويټامين ډي کمښت به د کرنتين ورځو کې نور هم ډېر شي، نو اړينه ده چې ورځ کې له ١٠-٣٠ دقيقو هرومر لمر ته ځان ښودلو وخت پيدا کړئ. ويټامين ډي هغه وخت پوره کولاى شئ چې لږترلږه د بدن دريمه برخه مو لمر وويني.
کله مو چې ويټامين ډي کم وي د هډوکو په دردونو، سرتاني/سرطاني ناروغيو او د غړيو په کمزوريو حتا شکېدلو هم اخته کېږئ، کرونا وايرس اغيز به هم ستره وي، او ترټولو ناوړه دا چې د خپګان، بېخوبۍاو لټۍ په ناوړتياو اخته کېږئ، د ويټامين ډ د کمښت له امله ناروغ کس ډېر ژر جګړه او غوسه کوي چې بېځايه نور او ځان خپه کوي، که دغه ناوړتياوې او کولسټرول لرئ، هرومرو غرمني لمر ته د بدن لږترلږه دريمه برخه لوڅه کړئ، د ډېرې يادونې وړ ده چې له شيشو او جامو څخه راغلى لمر ويټامين ډي نه جوړوي يا کمه جوړوي. د لمر وهلو څخه د مخنيوي لپاره تل لمر ته له وتلو وړاندې او پر وخت يې په مړه خيټه اوبه وڅښئ. زه له ډېره وخته د غرمې ډوډۍ لمر ته خورم.
زما د ١٣٩٨ ولسمشرۍ روغتيايي پروګرام کې، د لېوال حکومت لخوا، وړيا د ټولو هېوادوالو ويټامين ډي کتل، پوره کول او د بېچينجي کولو درملنه لومړيتوبونه وو. پرديپال او پردي پوهېږي چې د لېوال لارښود کېدل مانا، د اباګانو ملت يوځل بيا په نړۍ حکومت کول دي نو ځکه يې له هرې لارې زما مخه ونيوله، خو ترکله؟
نچور:
کېداى شي زموږ ٦٠٪ نارينه او ٩٥٪ ښځينه د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ وي،چې دردمن ژوند به تېروي او ډېر به يې له امله مړه وي. زما د ١٣٩٨ ولسمشرۍ، لېوال حکمت پروګرام کې وړيا د ټولو هېوادوالو ويټامين ډي کتل، پوره کول او د بېچينجي کولو درملنه لومړيتوبونه وو.
يادونه: مياشت مخکې مې له لمر څخه د ويټامين پور کولو په اړه درته وليکل اوس دادى څېرنو کې دا هم څرګند شوي چې د چا ويټامين ډ کمه وي هغوى په کورنا ډېر اخته شوي. لمر ته ځان وښيئ.
#لېوال #نرلېوال #nrliwal
ورى، ١٣٩٩، مارچ ٢٠٢٠