که يوازې شپې او له څملاستو څخه وروسته مو معده سوځي نو غوره به وي هغه خواړه پيدا کړئ چې په هغه شپه يا وخت تاسې ډېر تکليف شوي واست، هغه خواړه د يو اوږدې مودې لپاره مه خورئ او يا لږ خورئ. هر وخت له ډوډئ خوراک څخه لږ تر لږ ٢ ساعته وروسته څملئ. اوبه مو بدلې کړئ.
که معده مو هر وخت سوځي هغه ټول خواړه بايد پيدا کړئ چې ستاسې معده سوځوي او د هغو خوراک د يوې مودې لپاره بند او يا ډېر کم کړئ.
په داوړ حالتو کې اوبه بدلې کړئ او ايشدلې اوبه څښئ. معدني يا د بوتل اوبه کلورين لري، هغه کېداشى ستاسې د رنځ لامل وي. هغه بندې لا بدلې کړئ، یانې عادي اوبه د څا، ويالې او سند جوش، پخې او بیا وڅښئ.
د خوږهولې يا شيرين بويه په نوم بوټي وچ لرګي له حکيمانو سر پيدا کېږي هغه د چاى په ډول د چاى پرځاى کارول پيل کړئ او چاى بند کړئ.
ځينې کسان چې د معدې په رنځ اخته وي يو ځل او يا څو ورځې پورتنۍ چارې ترسره کړي په ياد لرئ چې معده نه ژر خرابېږي او نه ژر جوړېږي، يو څو مياشې به پورتنۍ چارې ترسره کوي په ورځو نه کېږي.
د Omeprazole ګوليو څو ډوله پيدا کېږي د هغو خوراک هم کولاى شي له خوراکه مخکې د ډاکټر په مشوره يې کارولاى شئ، خو خوږهولې هر وخت کارولاى شئ.