امارات: د سوداګرۍ سترو مرکزونو، سوداکولو مولونو، کبانو، غوښې، سبو عمده مارکيټونو او خوړنځيو ته د عام ولس په ورتګ د دوه اونيو لپاره بنديز اعلان کړ
Copy Link Copied
2020-03-23 11:00:00
٢٣ مارچ، ٢٠٢٠ څخه اماراتو د سوداګرۍ سترو مرکزونو، سوداکولو مولونو، کبانو، غوښې، سبو عمده مارکيټونو ته د عام ولس په ورتګ د دوه اونيو لپاره بنديز اعلان کړ. خو په دغه پريکړه کې درملتونه، د خوراک پرچون پلورنځيو په ګډون تعاوني ټولنې، خوراکي هټۍ او ستر مارکټونه شامل نه دي، همدارنګه دوى کولاى شي د کبانو، غوښې او سبو له عمده پلورونکو سره کار وکړي. خوړنځيو يا رستورانونو ته ورتګ بند خو خوړنځي کولاى شي کورو ته خواړه و لېږي.

همدرانګه يو بل خبر کې د اماراتو هوايي شرکت هم کابل ته له ٢٦ مارچ څخه تر ٣٠ جون پورې الوتنو بندولو اعلان وکړ.

متحده عربي اماراتو د ټولو مېشتو نړيوالو لپاره په راتګ بنديز اعلان کړى، که اماراتو ته مو راګرځيدل اړين وي نژدې د اماراتو سفارت يا قونسلګرۍ سره اړيکه وکړئ يا لاندې ادارې مو مرسته کولاى شي:

د بهرنيو چارو وزارت او نړيوالې همکارۍ ويبځاى" مېشتو تواجدي اسانتيا" :
Twajudi Resident Service - وزارة الخارجية والتعاون الدولي
www.mofaic.gov.ae › Services › Twajudi-Resident
https://www.mofaic.gov.ae/Account/Login