https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
چین افغانستان کې کرونا سره د مبارزې لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی
تړونى کاپي کاپي شو
په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر اوه تنه اعلان شوی دی او د روغتیا وزارت وایي چې د دایکندي، پکتیا، پروان، سمنګان او کابل کې مشکوکې پېښې د دغه وزارت په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا د پراختیا په لړ کې، کابل کې د چین سفارت طلوع نیوز ته وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیايي همکارۍ لپاره چمتو دی.
د چین سفارت زیاتوي چې د روغتیايي مرستو سربېره، چمتو دی چې له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې هم له افغانستان سره شریکې کړيږ او د کرونا ویروس د لوړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې پيدا او وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو.
تراوسه په چین کې څه باندې درې زره تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي او څه باندې ۸۰ زره تنه په دغه ویروس اخته دي. خو اوس چین د دغه ویروس د مخنیوي په درشل کې دی.
له چین وروسته ايټالیا، سوېلي کوریا او ایران هغه هېوادونه دي چې د دغه ویروس له امله د مړه شویو او اخته شویو کسانو شمېر یې زیات دی.
افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې پروت دی تراوسه په دغه هېواد کې د کرونا اوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي - پر دغه ویروس اخته کسان له ایرانه افغانستان ته راغلي وو.
په افغانستان کې د دغه ویروس خپرېدا، جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د کابل ځينې اوسېدونکو، نن (جمعه د کب په ۲۳مه) کابل کې د دغه ویروس سره د مبارزې رضا کارانه کمپاین پیل کړی دی.
دغه رضاکاران، خلکو ته د کرونا ویروس په اړه خبرتیا ورکوي او له هغوی غواړي چې روغتیايي لارښونې رعایت کړي.
رضاکاران خلکو ته ماسک، ضد عفوني کوونکي مینځوونکي توکي، او د روغتیايي خبرتیايي توکي پر خلکو وېشي.
یو له دغو رضاکارانو عطاالله عدناني وویل:«هغه هوټلونه او رسټورانټونه چې زموږ په سیمو کې دي، دوا پاشي کوو او زموږ ډېری تمرکز د ویروس او د ویروس د خپرېدا د مخنیوي په هکله د خبرتیا او پوهاوي ورکړه ده.»
د کابل اوسېدونکی محمد حلیم هم وايي:«د خبرتیا او پوهاوي په پاڼو کې، د کرونا د مخنیوي په اړه لیکل شوي او هغه موږ پر خلکو وېشو.»
د روغتیا نړیوال سازمان کویډ نولس ناروغۍ په نړۍ کې یوه خپرېدونکي ناروغې بلل ده.
په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر اوه تنه اعلان شوی دی او د روغتیا وزارت وایي چې د دایکندي، پکتیا، پروان، سمنګان او کابل کې مشکوکې پېښې د دغه وزارت په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي او پایلې به یې په څلرویشت ساعته وروسته اعلان شي.
د بدن د مقاومت لوړوالی، له ویټامین سي لرونکو خوړو نه ګټه اخیستنه؛ او د روغتیایي لارښوونو په پام کېړنیول د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو له مشورو دي.
دغه ویروس د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو خپور شوی او د څه باندې پنځه زره کسانو ژوند یې اخیستی دی او همدارنګه څه باندې سل زره کسان په دغه ویروس ککړ دي.
تراوسه د دغه ویروس لپاره درمل نه دي جوړ شوي، خو ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خپل بدن مقاومت له ویټامین سي سره لوړ کړي.
په لندن کې د طبي پوهنتون استاد نو روز حقمل په دې اړه وايي:«هغه شمېرې چې موږ یې لرو، ۵۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او خلک د بې وزلۍ په حالت کې ژوند کوي.»
په افغانستان کې د نوي کال د جشن په څېر پر لویو غونډو او راټولېدو بندیز لګول شوی دی.