https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د عامې ورغتیا وزارت وايي، هېڅ خصوصي روغتون او یا لابراتوار د دې صلاحیت نلري چې په خپل سر د کرونا ویروس د پېژندې معاینه تر سره کړي.
Copy link Copied
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( چهارشنبه کب ۲۸ ) د خبري غونډې پر مهال وویل چې خصوصي روغتونونو او لابراتوارونو دا صلاحیت نلري چې د کرونا ویروس د پېژندې ازموینه ترسره کړي.
د نوموړي په وینا د کرونا ویروس د پېژندلو لپاره لابراتورونو باید له لوړ بیولوژیکې برخې څخه برخمن وي.
ښاغلي مایار وویل چې یو شمېر روغتیايي مرکزونه له فرصت څخه په ګټې اخیستنې د کرونا ویروس معاینه ترسره کوي، چې مخنیوی به یې کېږي.
د ښاغلي مایار په خبره عامې روغتیا وزارت هېڅ کوم روغتون او یا لابراتوار ته د کرونا ویروس د ازموینې جواز ندی ورکړی، او د یاد ویروس د پېژندل کېدو چارې یوازې د عامې روغتیا وزارت لخوا په وړیا توګه ترسره کېږي.
د عامې روغیتا وزارت ویاند نن د خبري غونډې پر مهال وویل چې تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې.
هغه وویل، په ټوله کې د کرونا ویروس ۳۴۰ شکمنې پېښې ازمویل شوي چې له ډلې یې ۲۲ هغه یې مثبتې ښودل شوې، او ۴۵ نورې شکمنې پېښې تر څېړنې لاندې دي.
د عامې روغتیار وزارت د معلوماتو پر بنسټ د هېواد ۲۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس شکمنې پېښې ثبت شوي، چې ډېری هرات او کابل ولایتونو کې دي.
افغانستان دا مهال د کرونا ویروس پر وړاندې تر جدي ګواښ لاندې دی، او له همدې امله ولسمشر غني تېره ورځ ۴۰۰ میلیونه افغانۍ هرات ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د وقايي لپاره ځانکړې اعلان کړې.