په هرات ولایت کې له یوه روغتون څخه چې د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره ځانګړی شوې وو ۳۷ تنه تښتیدلي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له بده مرغه زموږ ۳۷ هیوادوال چې د کرونا ناروغۍ شک پرې کیده «د یوې شخړې په پایله کې د ښيښو د ماتولو او د شیدایي روغتون د ډاکټرانو د وهلو وروسته د دوستانو او خپلوانو په مرسته» د روغتون له قرنطین څانګې څخه تښتیدلي دي.
د هرات د ولایتی شورا یو غړی ډاکټر مهدي حدید وايي چې ۳۸ تنه له روغتون څخه تښتیدلي دي چې په دغه ډله کې یو تن په کرونا ویروس اخته وو چې د دایکندي ولایت وو. د هغه په خبره نور ټول کسان مشکوک وو چې تر اوسه یې د معایناتو نتیجه نه ده اعلان شوې. د هرات د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي چې اوسمهال په روغتون کې په کرونا ویروس اخته لس تنه او نور ۷ مشکوک کسان بستر دي. (انځور له آرشیف څخه)