Home >
ديني لارښونې
Copy Link Copied
ايا د کرونا له کبله مرګ شهادت دی؟
د کرونا له کبله ډېر مسلمانان او غير مسلمانان مړه سوه، زه د غير مسلمانانو په هکله خبره نکوم، د مسلمانانو مرګ څنګه دی؟
په وباء يا نورو مهلکو ناروغيو لکه اوسنۍ کرونا، له کبله که کفار مړه سی دا د دوی لپاره عذاب او د مسلمانانو لپاره رحمت او شهادت دی، دا په صحيح احاديثو سره ثابته ده لکه:
عن عائشة رضي الله عنها ، زوج النبي صلى الله عليه وسلم ، قالت : سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الطاعون ، فأخبرني " أنه عذاب يبعثه الله على من يشاء ، وأن الله جعله رحمة للمؤمنين ، ليس من أحد يقع الطاعون ، فيمكث في بلده صابرا محتسبا ، يعلم أنه لا يصيبه إلا ما كتب الله له ، إلا كان له مثل أجر شهيد "(طبرانی، احمد، بخاری عن عائشته رضی الله عنها/ کنز العمال حديث نمبر: ۲۸۳۳۴)
وباء پر هغه چا مسلطه کوي چي خوښه يې سي، دا د مؤمنانو لپاره رحمت دی، که چيري په یوه ښار کي وباء وي او دغه مؤمن صبر وکی او دايې يقين وي چي هر څه خدای پاک کوي، خدای به دغه مؤمن ته د شهيد اجر او ثواب ورکړي.
وباء او طاعون زما د امت لپاره شهادت او رحمت دی او د کفارو لپاره عذاب دی. (احمد، ابن سعد عن ابی مسيب رضی الله عنه/ کنزالعمال حديث نمبر: ۲۸۴۳۱)
د وباء ناروغي د هر مسلمان لپاره شهادت دی.
قال لي أنس بن مالك رضي الله عنه : يحيى بم مات ؟ قلت : من الطاعون ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " الطاعون شهادة لكل مسلم (صحيح البخاری)
طاعون د هر مسلمان لپاره شهادت دی. (احمد شيخين عن انس رضی الله عنه./ کنز العمال: حديث نمبر: ۲۸۴۳۳)
که د وباء څخه مړ سو هغه شهيد دی او که وتښتېدئ هغه داسي دی لکه د جهاد د لښکر څخه چي و تښتېږي. (ابوداؤد طيالسی،مسند احمد، بخاری عن عائشته رضی الله عنها/ کنز العمال حديث نمبر: ۲۶۴۳۵) (مشکوة ص: ۱۳۹)
حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چي اوه (۷) کسه شهيدان دي: د خدای په لاره کي مجاهد شهيد، د وباء د ناروغۍ شهيد، هغه کس چي اوبو کي ډوب سي دا شهيد دی، په اور کي مړ سي دا شهيد دی، د نس د ناروغۍ له کبله مړ سي دا شهيد دی، د ماشوم د پيدايښت له کبله وفات سي دا شهيده ده او تر يو شي لاندي سي مړ سي لکه ديوال دا ټول شهيدان دي. (مالک، ابوداؤد، نسائی، مشکوة ص: ۱۳۶)
اسلامي فکرونه پاڼې څخه