https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
يو شمېر ساینس پوهانو له ماسکه استفاده خطرناکه بللې
Copy link Copied
یو شمېر ساینس پوهانو له ماسک څخه ګټه اخیستنه خطرناکه بللې او زیاته کړې یې ده چې ممکن ماسک کارول پر کرونا ویروس د اخته کېدو ګواښ ډېر کړي نو غوره ده چې یو روغ کس له ماسک څخه ان په عامه ځایونو کې هم استفاده ونکړي. سپوټنیک اژانس د MedicalXpress نشریې په حواله د متخصصینو له قوله ویلي، له ماسک څخه ډېری خلک سالمه ګټه نه اخلي نو غوره ده چې ترې بیخي استفاده ونکړي. د دوی په خبره، ماسک په حقیقت کې د دې باعث کېږي چې دا ویروس ځانته جذب کړي او انسان یې له تنفس سره ریې ته کش کړي. د دوی په وینا، هغه کسان چې له ماسکه استفاده کوي ټولې روغتیايي توصیې نه مراعاتوي، له ماسک اچولو مخکې لاسونه نه وینځي، پر خوله او پزه لاس وهي او دا چارې د دې باعث کېږي چې خلک ژر پر کرونا
ویروس اخته شي.