https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۱۷۹ تنو ته لوړه شوه. 13.03.2020 ~ 14.03.2020
Copy link Copied
پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تازه مثبتې واقعې ثبت شوي دي.
د بله پلوه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا پر پوځ تور لګولی چې د چین ووهان ښار ته دا ویروس ددوې لخوا راوړل شوی دی.
هغه ویلي دي چې امریکا باید زمونږ ته ددې خبرې سپیناوی وکړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د خپل ټویټر پاڼې له لارې یوه ویدیو خپره کړې چې پکې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د مشر روبیرت رید فیلډ څرګندونې شتون لري. هغه پدې ویدیو کې ویلي دي چې په امریکا کې په ځینو کسانو کې چې د ګریپ له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو نوی ډول کرونا ویروس لیدل شوی وو.
ویاند ویلي دي چې امریکا باید دا خبره ټولو ته وکړي چې ددې ناروغۍ له امله په امریکا کې لومړني کس څه وخت ژوند دلاسه ورکړی او ساري ناروغۍ د لومړي ځل لپاره پدې هیواد کې څه وخت لیدل شوې ده؟ همداشان څو تنه پدې ناروغۍ اخته شوي دي؟ او څه وخت اخته شوي دي؟ په کومو روغتونونو کې تداوي شوي دي ؟
هغه ویلي دي کیدای شي چې دا ویروس د چین ووهان ښار ته د امریکا پوځ راانتقال کړی وي. هغه په امریکا غږ کړی دی چې د درستۍ نه کار واخلۍ او معلومات د خلکو سره شریک کړۍ. امریکا لږ تر لږه پدې اړه د سپیناوي په خاطر پوروړې ده.
د ویلو ده چې په ایران کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده . د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تیره ورځ وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۲۹ تنو ته لوړه شوې ده . هغه وویل چې د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په خاطر هر څه عاجل طبي سامان آلاتو، تجهیزاتو او د تثبیت کیتونو ته اړتیا لرو.
جواد ظریف د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د روغتیا د وزارت لخوا د اړتیا وړ طبي سامان الاتو او تجهیزاتو لست د خپل ټویټر پاڼې له لارې خپور کړی او د نړۍوالې ټولنې نه يي د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې په ایران کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره د لسو زرو تنو نه اوښتې ده .
همداشان پدې کسانو کې د ایران د دیني مشر علي خامنه يي نږدې سلاکار هم شتون لري.