ايران کې د کورونا وايرس له خپريدو څخه وروسته دغه هېواد تر ٥٠ زره لا ډېر افغانان راويستلي کېږي، کېداى شي ځينې يې د کرونا په وايرس چې ايران کې عام دى، اخته وي. له ايرانه ددغو مجبورو هېوادوالو سره مرسته د هر افغان دنده او په ځانګړي ډول دا د حکومت دنده ده چې راستنيدو سره يې بشپړ روغتيايي ازمښتونه او په وايرس د اخته کيدو په حالت کې درملنه وشي!
راستنيدونکي هېوادوال هم بايد خپل مسئوليت درک کړي، که ناورغه وي اړوند د درملنې مرکزونو ته ځان ورسوي. د عامې روغتيا وزارت په پاڼو کې مو د وايرس د درملنې د مرکزونو په اړه څه پيدا نه کړل، چې په هېواد کې د کورونا وايرس د ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز شته او هلته د ناروغانو سره څه ډول چلند کېږي؟
د يو سروې لمخې ٧٨٪ کانډايانو، ٨٠٪ جرمنيانو او برتانويانو، ٨٦٪ جنوبي کوريا او ٦٣٪ ايټالويانو د خپل هېواد په روغتيايي اسانتياوو يا خدماتو باور لري خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يوازې ٥٩٪ په دولتي روغتايي سيستم باور لري،دا سروې مو اړينه وګڼله چې زموږ په هېواد کې څومره خلک په دولتي روغتيايي خدماتو باور لري چې دوى سره به وړ چلند کوي؟ د سروې لپاره لاندې تړوني ته ټک ورکړئ:
د کورونا وايرس په اړه په دولتي خدماتو باور لرئ چې ستاسې ژغورنه، درملنه او ساتنه کولاى شي ؟
نور رحمان لېوال