کورنا ويروس کويډ١٩
تړاو کاپي کاپي شو
د کرونا او نورو بيالوژيکي ستونزو د مخنيوي په موخه پوهان بايد د ژغورنې لپاره ګډو همکاريو ته چمتو شي، نور هېوادوال، که کولاى شئ، له ښارونو څخه کليو ته لاړ شئ، هلته کرنې او مالدارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
له بدمرغه، د کرونا ويروس بيالوژيکي څېړنو او وسلو جوړولو ته لار پرانسته، هغوى چې وړتيا لري اوس به د مخنيوي او درملنې په نوم ډېر نور څه پيدا او جوړ کړي. هغه هېوادوال چې روغتيايي، بيالوژيکي، کيمياوي او تخنيکي وړتياوې لري بايد د مخنيوي، درملنې او ژغورنې لپاره يو بل سره همکاري وکړي، د ګډو هڅو او ټولو سره د مرستې په موخه مو نوررحمان لېوال. کوم کې دا ځانګړى ويبځاى جوړ کړ ستاسې ټولو همکاريو ته هرکلۍ وايو، هيله ده هر ډول مالومات موږ سره شريک کړئ.
ويبځاى کې له نورو مالوماتو سره دا وړانديز اړين ګڼم: له ټولو هېوادولو هيله ده، که کولاى شئ، له ښارونو څخه کليو ته لاړښي، کرنې او مالدارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
نور رحمان لېوال #لېوال #نرلېوال نور رحمان لېوال بنسټ سره د مرستو او همکارى اړيکې
حکومتي اړيکې
د جمهوري رياست د شکايتونو شمېره: 50000

ديني لارښونې
تړاو کاپي کاپي شو
ايا د کرونا له کبله مرګ شهادت دی؟
د کرونا له کبله ډېر مسلمانان او غير مسلمانان مړه سوه، زه د غير مسلمانانو په هکله خبره نکوم، د مسلمانانو مرګ څنګه دی؟
په وباء يا نورو مهلکو ناروغيو لکه اوسنۍ کرونا، له کبله که کفار مړه سی دا د دوی لپاره عذاب او د مسلمانانو لپاره رحمت او شهادت دی، دا په صحيح احاديثو سره ثابته ده لکه:
عن عائشة رضي الله عنها ، زوج النبي صلى الله عليه وسلم ، قالت : سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الطاعون ، فأخبرني " أنه عذاب يبعثه الله على من يشاء ، وأن الله جعله رحمة للمؤمنين ، ليس من أحد يقع الطاعون ، فيمكث في بلده صابرا محتسبا ، يعلم أنه لا يصيبه إلا ما كتب الله له ، إلا كان له مثل أجر شهيد "(طبرانی، احمد، بخاری عن عائشته رضی الله عنها/ کنز العمال حديث نمبر: ۲۸۳۳۴)
وباء پر هغه چا مسلطه کوي چي خوښه يې سي، دا د مؤمنانو لپاره رحمت دی، که چيري په یوه ښار کي وباء وي او دغه مؤمن صبر وکی او دايې يقين وي چي هر څه خدای پاک کوي، خدای به دغه مؤمن ته د شهيد اجر او ثواب ورکړي.
وباء او طاعون زما د امت لپاره شهادت او رحمت دی او د کفارو لپاره عذاب دی. (احمد، ابن سعد عن ابی مسيب رضی الله عنه/ کنزالعمال حديث نمبر: ۲۸۴۳۱)
د وباء ناروغي د هر مسلمان لپاره شهادت دی.
قال لي أنس بن مالك رضي الله عنه : يحيى بم مات ؟ قلت : من الطاعون ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " الطاعون شهادة لكل مسلم (صحيح البخاری)
طاعون د هر مسلمان لپاره شهادت دی. (احمد شيخين عن انس رضی الله عنه./ کنز العمال: حديث نمبر: ۲۸۴۳۳)
که د وباء څخه مړ سو هغه شهيد دی او که وتښتېدئ هغه داسي دی لکه د جهاد د لښکر څخه چي و تښتېږي. (ابوداؤد طيالسی،مسند احمد، بخاری عن عائشته رضی الله عنها/ کنز العمال حديث نمبر: ۲۶۴۳۵) (مشکوة ص: ۱۳۹)
حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چي اوه (۷) کسه شهيدان دي: د خدای په لاره کي مجاهد شهيد، د وباء د ناروغۍ شهيد، هغه کس چي اوبو کي ډوب سي دا شهيد دی، په اور کي مړ سي دا شهيد دی، د نس د ناروغۍ له کبله مړ سي دا شهيد دی، د ماشوم د پيدايښت له کبله وفات سي دا شهيده ده او تر يو شي لاندي سي مړ سي لکه ديوال دا ټول شهيدان دي. (مالک، ابوداؤد، نسائی، مشکوة ص: ۱۳۶)
اسلامي فکرونه پاڼې څخه

چین افغانستان کې کرونا سره د مبارزې لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی
تړاو کاپي کاپي شو
په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر اوه تنه اعلان شوی دی او د روغتیا وزارت وایي چې د دایکندي، پکتیا، پروان، سمنګان او کابل کې مشکوکې پېښې د دغه وزارت په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا د پراختیا په لړ کې، کابل کې د چین سفارت طلوع نیوز ته وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیايي همکارۍ لپاره چمتو دی.
د چین سفارت زیاتوي چې د روغتیايي مرستو سربېره، چمتو دی چې له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې هم له افغانستان سره شریکې کړيږ او د کرونا ویروس د لوړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې پيدا او وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو.
تراوسه په چین کې څه باندې درې زره تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي او څه باندې ۸۰ زره تنه په دغه ویروس اخته دي. خو اوس چین د دغه ویروس د مخنیوي په درشل کې دی.
له چین وروسته ايټالیا، سوېلي کوریا او ایران هغه هېوادونه دي چې د دغه ویروس له امله د مړه شویو او اخته شویو کسانو شمېر یې زیات دی.
افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې پروت دی تراوسه په دغه هېواد کې د کرونا اوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي - پر دغه ویروس اخته کسان له ایرانه افغانستان ته راغلي وو.
په افغانستان کې د دغه ویروس خپرېدا، جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د کابل ځينې اوسېدونکو، نن (جمعه د کب په ۲۳مه) کابل کې د دغه ویروس سره د مبارزې رضا کارانه کمپاین پیل کړی دی.
دغه رضاکاران، خلکو ته د کرونا ویروس په اړه خبرتیا ورکوي او له هغوی غواړي چې روغتیايي لارښونې رعایت کړي.
رضاکاران خلکو ته ماسک، ضد عفوني کوونکي مینځوونکي توکي، او د روغتیايي خبرتیايي توکي پر خلکو وېشي.
یو له دغو رضاکارانو عطاالله عدناني وویل:«هغه هوټلونه او رسټورانټونه چې زموږ په سیمو کې دي، دوا پاشي کوو او زموږ ډېری تمرکز د ویروس او د ویروس د خپرېدا د مخنیوي په هکله د خبرتیا او پوهاوي ورکړه ده.»
د کابل اوسېدونکی محمد حلیم هم وايي:«د خبرتیا او پوهاوي په پاڼو کې، د کرونا د مخنیوي په اړه لیکل شوي او هغه موږ پر خلکو وېشو.»
د روغتیا نړیوال سازمان کویډ نولس ناروغۍ په نړۍ کې یوه خپرېدونکي ناروغې بلل ده.
په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر اوه تنه اعلان شوی دی او د روغتیا وزارت وایي چې د دایکندي، پکتیا، پروان، سمنګان او کابل کې مشکوکې پېښې د دغه وزارت په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي او پایلې به یې په څلرویشت ساعته وروسته اعلان شي.
د بدن د مقاومت لوړوالی، له ویټامین سي لرونکو خوړو نه ګټه اخیستنه؛ او د روغتیایي لارښوونو په پام کېړنیول د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو له مشورو دي.
دغه ویروس د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو خپور شوی او د څه باندې پنځه زره کسانو ژوند یې اخیستی دی او همدارنګه څه باندې سل زره کسان په دغه ویروس ککړ دي.
تراوسه د دغه ویروس لپاره درمل نه دي جوړ شوي، خو ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خپل بدن مقاومت له ویټامین سي سره لوړ کړي.
په لندن کې د طبي پوهنتون استاد نو روز حقمل په دې اړه وايي:«هغه شمېرې چې موږ یې لرو، ۵۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او خلک د بې وزلۍ په حالت کې ژوند کوي.»
په افغانستان کې د نوي کال د جشن په څېر پر لویو غونډو او راټولېدو بندیز لګول شوی دی.

نن د خوراک نړيواله ورځ بختوره
نن د خوراک نړيواله ورځ بختوره
تړاو کاپي کاپي شو
د روغې ټولنې لپاره روغ خوراک ته اړتيا لرو، لبدمرغه زموږ له نيم څخه لاډېر خوراک پرته له څارنې له بهرنيو هېوادو راځي. کېداى شي زموږ د ټولنې د ناخوالو ترشا د همدغه ناوړه خوراک اغيزه وي.
غوره او پاک خوراک پياوړې او پاکې خاورې، هوا او اوبو ته اړتيا لري، په همدې موخه مو د لېوال ملي مړښت پروګرام، لومړي پړاو، د هوا، اوبو، خاورې او خوراک پاکولو ته ځانکړى کړ.، کتاب د لېوال ملي مړښت پروګرام پاڼه کې کتاب لوستلاى شئ او هم يې له بريښنايي کتابتون څخه ترلاسه کولاى ښئ
له عمليات پرته د سترګو پردې لريکولو درمل پيدا شول، هغوى چې د سترګو پردي لري، که کولاى شي، لږ نور صبر وکړي او عمليات ونکړي، کېداى شي، دا دارو ورسره مرسته وکړي.
تړاو کاپي کاپي شو