بېګانۍ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې د ملګروملتو امنيت شورا او نړيوالو که څه هم د امارت په اړه ويشلى دريځ درلود خو د تېرو پنځو لسيزو ناخوالو پړه يې پر يوبل او #افغانستان کې په حکومتونو اچوله.
خو د ټولګډونه حکومت، سياسي حقوقو، سياسي مديريت او ښځينه زدکړو په اړه د ملګروملتو او نړيوالې ټولنې غوڅ يووالى هېواد له بل ناورين سره ځکه مخ کولى شي چې زبرځواکي له پورتيو پلمو او تشو څخه د خپلو سيميزو موخو لپاره ګټه پورته او هېواد سياسي ناندريو بېځايه ډګر جوړوي چې خونړيو لاسوهنو ته لار پرانيځي.
حل يې ژرترژره د درېيمکړو افغانانو په مديرت خو د ولس، امارت او ملګروملتو په څار کره #سرشمېرنې پايله کې وړتيا ته په لومړيتوب، قومونو ته د سلنې په تناسب دولتي دندو کې ونډه ورکولو سره د ټولګډونه حکومت او حقوقو لانجه د تل لپاره پاى موندلاى شي. دا به هېواد کې د واک پرسر شخړه لمنځه يوسي چې افغانستان له پېړيو په اور کې سوځوي.
د اشرباڼي او درېمګړي په ډول د خپلو هېوادوالو پرمټ کره او کمپيوټري بايوميټرک پربنسټ سرشمېرنې پروګرام، وړتيا، هوډ او چمتووالى لرم.
نور رحمان لېوال
#نرلېوال