https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پايله    فارسی
د پورتنيو څېړنو، وړاندېزونو او حالاتو په رڼا کې ترټولو اسانه، نېږدې قانوني او ګړندۍ لاره، د يو لوستي، پوه او متفکر په توګه له ولسمشر غني څخه دا هيله ده چې تېر ناوړه تاريخ تکرار نه کړي او د يو تقنيني فرمان له مخې يا خپله ځايناستى شي يا له شته نوماندانو سره د خپلمنځي او بې جنجاله ټاکنو له لارې ځايناستى وټاکي او پاتې نورو نوماندانو سره په ګډه د رڼو ټاکنو او ښې ځايناستي حکومتولۍ لپاره د لارښودانو جرګه يا شورا جوړه کړي. که ولسمشر غني له ٦ مياشتې ناقانونه حکومتي واک څخه تېر شي، په ترڅ کې به د سولې، ولسواکۍ او قانون ته د درناوي اتل شي.