https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
افغانستان کې ولې ځايناستى حکومت؟    فارسی
افغانستان يو ځايناستي حکومت ته ځکه اړتيا لري چې په ټاکنو کې د حکومت بې پرېتوب او ناپيلتوب وساتل شي. په ټاکنو کې له ملي واک، ځواک، شتمنيو او سرچينو څخه ناوړه ګټه پورته نه شي، ځکه اوسنى ولسمشر خپله هم نوماند دى او همدا اوس يې په ناوړه توګه له وخته وړاندې ټاکنيزې سيالۍ پيل کړي. له مودې وړاندې له دولتي امکاناتو او ادارو څخه په څرګند ډول غيرقانوني کمپاين لپاره ګټه پورته کوي، د خپلې ټاکنيزې ډلې نويو غړو ته د ملت په بوديجه په سترو حکومتي پرېکړو کې د ټولو قوانينو او تګلارو په خلاف د ګډون حق ورکوي. همدارنګه هغه کسان چې د خپلو بنسټيزو حقوقو پر بنسټ له بل نوماند څخه ملاتړ کوي د ولسمشر له خوا له دولتي دندې ګوښه کېږي له دې سره لاندې هغه نور لاملونه دي چې د هېواد چارې بايد ځايناستي حکومت ته وسپارل شي.
١- اوسني حکومت سره مخالفين سوله نه کوي، چې سوله ونشي نو په هېواد کې امنيت او پرمختګ نشي راتلاى.
٢-د غبرګولي په ١ نېټه ١٣٩٨هېواد له حقوقي، قانوني اوسياسي ستونزو سره مخکېږي چې سياسي ټيکاو به لا بدتر کړي، چېرته چې سياسي ټيکاو نه وي سوله او امنيت نشي راتلاى او د دوى په نشتون کې پرمختګ نشي کېداى.
٣- د ملي يووالي حکومت، پرلپسې ناوړه پايلو د ولسواکۍ بهير ننګولې او ولس يې د ټکر له ګواښ سره مخ کړى دى.
٤- د حکومت غيرقانوني حالت د ټولواکۍ بڼه خپله کړې دا به حکومت اړ کړي چې خپل پايښت په بېړني حالت او اړودوړ راوستلو کې وګوري، ولسواکي به وځپي له دغه ناقانونه حالت څخه به د هېواد دوښمنان ګټه پورته کړي او لا نور کړکېچن حالت به راشي.
٥- حکومت نه يواځې دا چې د سولې په راوستلو کې ريښتينى ندى بلکې غواړي چې په خپلو شومو پلانونو سره د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه چې سوله او امنيت دى د ناکامۍ له ګواښ سه مخ کړي او دا ملي پروسه په داسې غوښتنو سره چې ګواکې تلپاتې سوله غواړو او باعزته سوله غواړو له منځه يوسي.
٦-د تېرو ٤٠ کلونو جګړو څخه وروسته سوله او امنيت د ولسواکۍ او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېوادوالو بنسټيزه غوښتنه ده چې يوازې د رڼو ټاکنو په پايله کې قانونيت او مشروعيت راتلاى شي. رڼې ټاکنې د نظام د پايښت او تلپاتې ولسواکۍ لپاره زموږ د وياړلي ملت نه هېريدونکى اصل دى.
٧-د هېواد اوسنى ناوړه سياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي حالت د ملي يووالي حکومت د ناوړه کړنلارو پايله ده.
٨-په دفاعي او امنيتي برخو کې د مشرتابه کمزورتيا د دغو ځواکونو د بېشانه مړيني زيان او د حکومت تر واک لاندې سيمي له لاسه ورکړي چې له امله يې په هېواد کې دننه کړکېچونه ډېر کړي او د بهرنيو کواښونو په مخنوي يا ماتولو کې بشپړ ناکام وو.
٩- تر ٧٠ ٪ ډېرې مادې د اساسي قانون د ملي يووالي حکومت کې تر پښو لاندې شوي چې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې څېړنو لمخې له ١٦٢ مادو څخه ٩٤ مادې تر پښو لاندې شوي دي چې ډېرى يې د ولسمشر له لوري سرغړونه شوې ده.
١٠- د فساد په مخنيوي کې هم حکومت ناکام وو او په پايله کې يې افغانستان د نړۍ يو تر ټولو فسادګرو هېوادونو په لړ کې راوست چې پرمختګ او سوداګريزې ستونزې يې ننګولي.
١١- اوسنى حکومت له پيله د دوو(٢) کسانو د يوناوړه سياسي جوړجاړي په ترڅ د بهرنيو تر څارنې لاندې منځته راغلى چې قانوني بڼه يې نه درلوده، هغه موده يې هم د غبرګولي په ١ نېټه ١٣٩٨ کال پاي ته رسېږي، همدارنګه له لومړۍ ورځې څخه دغه حکومت هم يو ډول ځايناستى حکومت وه چې قانوني بڼه يې نه درلوده او نه يې د خپلولو هڅه وکړه. تېرو ولسي جرګې ټاکنو ته په کتو او ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې ځنډونه د حکومت توان او اداره دواړه تر پوښتني لاندې راوستي او دا څرګندوي چې دا حکومت هېڅکله نشي کولاى رڼې ټاکنې ترسره کړي، د ولسي جرګې ټاکنې يې په ٥ کلونو کې ونشوې کړاى او دادى د ولسمشرۍ ټاکنې هم نشي ترسره کولاى او ورځ تر بلې يې ځنډوي.
١٢- له شک پرته د اوسني نامناسب حالت منځته راتګ لامل د ملي يووالي حکومت ولس ته غولوونکې ژمنې او شعارونه وه او ځينې د پوښتنې وړ حرکتونه ددې لامل شول چې د هېواد سياسي نظام له ګواښ سره مخ کړي.
١٣-په اساسي قانون کې د جمهوري رياست د دورې پاى د غبرګولي ١ نېټه ده، يواځې بيړني حالت کې اساسي قانون توکي لري چې اوسنيو حالاتو ته ځواب ويونکي ندي، له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره يوازې د سياسي جوړجاړي له لارې ځايناستى حکومت کېداى شي او بس.
پورتنيو لاملونو ته په کتلو سره اوسنى حکومت هېڅ کومه حقوقي او سياسي بقا نلري او له بل لوري سياسي او ملي ټولګې هم په يوه خوله د نوي رهبرۍ غوښتونکي دي، نو پدې اړوند زموږ وړانديزونه په لاندې ډول دي:
• له همدا اوسه د غبرګولي ١ نېټې ته تيارى ونيول شي، ولسمشر او مرستيالان د ددې لپاره چې نور هېڅ قانوني او مشورتي حق نلري او نه چاته د منلو وړ دي نو د خپلې کاري مودې پاى د غبرګولي ١ نېټه اعلان کړي.که چېرې ولسمشر او مرستيالان يې د اساسي قانون خلاف خپل کار ته دوام ورکړي، په هغه صورت کې د ملي يووالي حکومت په څېر بايد په لويه کچه يوه ټولګه رامنځته او يوه ځايناستې اداره جوړه شي او بيا نوموړې اداره د حکومت چارې او رڼو ټاکنو د ترسره کول او له طالبانو سره د سولې خبرو پرمخ بيول ترسره کړي.
• داسې معلومېږي چې حکومت هر څه مشوش کړي غواړي چې له سوليزې لارې واک او سياست لېږد ته هم زړه نه ښه کوي او ولسواکي ته درناوى نه لري، ځکه د تېرو ناکامو حکومتونو په پشان غواړي چې د سترې محکمې له لارې خپل واک په ناقانونه ډول وغځوي. ولسمشر د ملت د رايو پربنسټ وکيل دى چې وکالت د موکل له اجازې پرته بل څوک نشي تمديدولاى.
• له بل لوري په هره بهانه چې وي د حکومت د غيرقانوني دوام څخه ملت ستړى دى او نور يې دا حکومت د زغملو وړ ندى، پايښت به يې د هېواد ځوانې ولسواکۍ ته زيان واړوي، له همدې امله له ناورين څخه د وتلو يوازېنۍ لار ځايناستى حکومت دى.
د ولسمشرۍ نوماندان کولاى شي چې د پورتنيو جوړښتونو په خپلولو سره ملت له ناورين څخه وژغوري. دا جوړښت به مخالفتونه ورک کړي او سوله به راشي، دا اوس ملي اداره يو ملي ملاتړ ته بېړنۍ اړتيا لري نو اړينه ده چې دغه حالت ته منتقي، قانوني او د ملت د ارادې له اړخه و څېړل شي او ټولمنلى او د ټولو په ګډون حل يې راوځي.