https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
دويمه تګلاره : اوسنى ولسمشر د ځايناستي ولسمشر په توګه    فارسی
ځينې نورې ټاکنيزې ډلې وړانديز کوي چې اوسنى ولسمشر د ځايناستي په توګه دنده واخلي اوله ١٣٩٨ ولسمشرۍ له نوماندۍ څخه تېر او اوسنى ولسمشر به پرخپل ځاى وي او ورسپارل شوې حکومتي دندې به په ښه توګه سرته رسوي. دوى به د حکومتي او سياسي مشرانو، نړېوالې ټولنې استازو،ملګري ملتونواو افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو او هغوى چې په افغانستان کې سياسي شتون لري په وړاندې به اوسنى ولسمشر د ځايناستي ولسمشر په توګه چارو سنبالولو، د رڼو ټاکنو ترسره کولو او سوله راوستلو دندې په غاړه لري، دوه (٢) جرګې به د ولسمشر سره د مرستې لپاره جوړېږي چې يوه يې سياسي او ټاکنيز څار او بله د حکومتولۍ او پخلاينې څار لپاره وي. دا هم د سياسي ټيکاو لور ته تګ او له ناورين څخه د مخنيوي يوه بله لار کېداى شي.
يوځل بيا ټينګار کوو چې د اساسي قانون پربنسټ د ١٣٩٨ کال د غبرګولي په ١ نېټه د حکومت وخت پاى ته رسېږي او له دې وروسته اوسنى حکومت هېڅ سياسي، حقوقي او قانوني جوړجاړي جواز نلري. په همدې بنسټ اړينه ده چې له يادې وارې يا موقعې څخه په ګټې اخيستني د حکومت مشران د ولس غوښتنوته درناوى وکړي، تر نوماندۍ تېرشي اوځايناستى حکومت اداره کړي ترڅو د حکومت د ړنګولو مخنيوى وشي.