تر۲۰۰۰ ډېرو دیني عالمانو پريکړه چې په افغانستان کې راونه جګړۍ ناروا ده، زموږ د دريځ چې 'دا وخت جګړه پرېښودل جهاد دى،ځکه جګړه د پرديو په ګټه ده' پخلى کوي، کور ودانى ورته وايو.
ګران هېواد د نړيوالو دسيسو ښکار دى چې پر وړاندې يې د ريښتونې ولسواکۍ له لارې مبارزه کول اړين دي. موږ دغو قدرمنو علماوو ته بلنه ورکوو چې راځئ د ريښتونې ولسواکۍ لپاره زموږ ملګري شئ چې سيستم جوړ کړو، بې عدالتۍ له منځه يوسو، بيوزلي له منځه يوسو، تپلشوي پرنږدو چې د بهرنيو ډرامي پرمخ بوځي. پردغې غونډې ځانمګرى بريد په کلکو ټکو غندو او په ساتنه کې د کابل ګډ حکومت ناکامه او پړ ځکه بولو چې د غونډې او هېواد د امنيت مسئوليت لري.
نور رحمان لېوال
رسنيز خبرليک ګڼه ٦/١